مصنف او شاعر ډاکټر ډېنس ایزک څو ورځې مخکې په کېنېډا کې وفات شو. د هغه په اخېري رسوماتو کې د کورنۍ غړو او نژدې ملګرو ګډون وکړو.
ډاکټر ایزک د پېښور و. ابتدايي تعلیم، د ډاکټرۍ تعلیم او بیا یې د 25 کلونو پورې هم د پېښور په لېډي رېډنګ هسپتال کې خدمات ترسره کړل.
د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې د ډاکټر ایزک د ملګرو او د هغه همکارانو له قوله لیکلي چې د نونسوه اتیایم او د نونسوه نوي په لسیزو کې ډاکټر ایزک د اردو ژبې د یو منفرد ډرامه نګار په حېث نه یوازې د خپل ځان دپاره بلکې د پاکستان ټېلې پېښور مرکز دپاره هم په قامي کچه شهرت وګټلو.
د ډاکټر ایزک په مشهورو ډرامو کې سلاخیں، کروبي، دوراها، کرب اور پہلی سی محبت شاملې دي.
د ډاکټر ایزک تعلق د عیسايي ټولنې سره و او د هغه ملګري وايي په پاکستان کې د اقلیتونو د پاره د حالاتو په تناظر کې هغه په 2000 کې د خپلو بچو ترڅنګ کېنېډې ته هجرت وکړو او په کېنېډا کې اباد شو.
ځینې ملګري یې دا هم وايي چې ډاکټر ایزک ګڼل چې په لېډي ریډنګ هسپتال کې په نوکرۍ کې هغه ته د هغه د مذهب په بنیاد ترقي نه ورکول کېږي نو دا هم هغه کېنېډې ته د تګ یو سبب و.د هغه ملګري وايي کېنېډې ته هجرت د ډاکټرایزک دپاره هجرت ګټه ور نه و.
که څه هم ډاکټر ایزک د ډرامه نویس په توګه شهرت ترلاسه کړی و خو په پېښور کې د هغه ملګرو هغه د ښې شاعرۍ او او موسیقۍ دپاره پيژندلو.
د پېښور په ګورنمنټ کالج کې د هغه ملګری چې اعجاز نیازي جې وروسته د پېښور ټېلې وژن سټېشن پروګرام مېنېجر شو وايي د کالج په وخت کې به ډاکټر ایزک باجا غږوله او په ژمي کې د کالج د کېنټین مخې ته په لمر کې ناست وو او په ګنټو به یې د شاعرۍ او موسیقۍ نه خوند اخیستلو او په دې موضوعاتو به یې خبرې کولې.
ډاکټر "دي بېچلرز" نومې د موسیقۍ یو بېنډ یا ډله هم جوړه کړې وه.
د هغه لور شالین وي او ای اردو څانګې ته وویل د مور او پلار ملاقات یې هم د دې بېڼد په وخت کې شوی و او وروسته بیا دواړو د یو بل سره د مینې واده وکړو.
د ډاکټر ایزک کروبي نومې ډرامه د 1971 د هغه وخت د مشرقي پاکستان او د بنګله دېش د جوړېدو د جنګ په موضوع وه. ډرامه په جنګ کې د زخمي شوي یو پوځي کرنېل او د هسپتال د نرس د مېنې قیصه وي.
ډاکټر طارق سعید چې د ډاکټرایزک د کالج د زمانې ملګری دی وايي د موضوع په لحاظ کروبي ډیره زړوره ډرامه وه ځکه چې په دغه مهال چا د بنګله دېش په موضوع د خبرو جرات هم نشو کولی او د ډرامې د حساس موضوع یو مثال دا و چې منظورۍ یې د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار نه اخیستل شوي وه او ای اېس پي ار ډرامه خوښه کړې وه.
د واده شوي ښځې او سړي خپل منځ کې په جنسي تعلق کې د جبر یا مېرېټېل ریپ په اړه ډاکټر ایزک "انتها" نومې فلم هم لیکلی و چې د موضوع په لحآظ د پاکستان د ټولنې دپاره ډیر مختلف او متنازعه ګڼل کېږي او په دې اړه په عامه توګه بحث نه کېږي چې سړی د خپلې کورودانې سره د هغې د رضا بغیر يا په جبر هم کوروالی کولی شي.
په کېنېډا کې د ډاکټر ایزک یو ملګري ډاکټر خالد سهیل وي او ای اردو څانګې ته وویل په کېنېډا کې د ابادېدو وروسته ډاکټر ایزک ادبي هلې ځلې شروع کړې وې، د نژدې ملګرو سره به یې ادبي محفلونه او نشستونه کول خو دغه سلسله زیات وخت ونه چلېده او په نوي ملک کې د معاش او مسلک مشکلات یې د ادبي تخلیق په لاره کې خنډان شول.
په کېنېډا کې مېشته مصنفه روبینه فېصل چې ډاکټر ایزک سره یې هم په کېنېډا پېژندګلو شوي وه وایي په پاکستان کې د عزت او شهرت ژوند د تېرولو نه پس په يو مغربي ملک کې چې هر تن د معاش په فکر کې وي د ګمنامۍ ژوند ډاکټر ایزک د پرېشانۍ ښکار کړو.
د هغه یو ملګری وايي ډاکټر ایزک چې یو مشهور ډرامه نګار او د پېښور د یو مشهور هسپتال ډاکټر و په کېنېډا کې د څوکیدارۍ نوکرۍ ته یې هم غاړه اېښودې وه خو کوم تن چې ورته کار ورکولو هغه ډاکټر ایزک وپېژندو او ډاکټر ایزک د شهرت د پېژندل کېدو دلاسه د څوکېدارۍ نه په شا شو.
د هغه ملګري وايي کېنېډې ته د ډاکټر ایزک تګ د هغه د ډرامه نګارۍ دپاره هم ښه نه و او د دې عواملو په سبب هغه د ډپرېشن یا د ذهني پرېشانۍ ښکار شو. هغه کې د ډېمېنشیا یا ياداشت د کمزوري کېدو مرض تشخیص شو.
د پاکستان پېژندلي عثمان پیرزاده او د هغه مېرمن ثمینه پېرزاده وايي په کېنېډا کې ډاکټر ایزک ډیر بدل شوی و.
د ډاکټر ایزک ملګری ډاکټر خالد سهیل وايي د مرض دلاسه ډاکټر ایزک حافظه خو بېلله خو هغه به د وړاندې په مقابل کې خاموشه و.
د ډاکټر ایزک ملګري او د هغه لور شالین وايي ډاکټرایزک به هېڅ چا سره د خپلو پرېشانو ذکر نه کولو او نه یې هم خپل شهرت د خپلې ګټې دپاره استعمال کړی و.
یادونه: د ډاکټر ایزک د ژوند په اړه دا رپورټ د وي او ای خبریالې اعیزه عرفان د وي او ای اردو څانګې دپاره لیکلی دی