لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د چین نه د راغلي تن د کرونا واېرس لپاره معاینه کېږی


کرونا واېرس د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار نه شروع شوی دی او د واېرس نه د مړو مشېره ٩٠٨ ورسېدله
کرونا واېرس د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار نه شروع شوی دی او د واېرس نه د مړو مشېره ٩٠٨ ورسېدله

د پېښور په لېډي رېډنگ هسپتال کې یو ٢٣ کلن تن په خصوصي وارډ کې علاج کولی شي او ویني نمونې یې د معاینې دپاره اخیستل شوي دي او کتنه کولی شي چې ایا دی خو کرونا واېرس نه دی وهلی؟

د لېډي رېډنگ هسپتال ترجمان محمد عاصم خان وویل مریض کې د کرونا واېرس علامات ښودلي وو او د وینې نمونې یې د اسلام نېشنل انسټېټیوټ اف هیلت ته لیږل شوي دي چې نتیجې به یې په ۴٨ گنټو کې څرگندېږي.

دغه مريض د چین نه راغلی و او د پېښور هوايي اډې نه نیغ په نیغه هسپتال ته منتقل کړی شوی و.

د دې نه وړاندې په پېښور کې په یو بل تن هم شک کېدلو چې کرونا واېرس وهلی و خو وروسته د مرض نه صفا وټاکل شو.

کرونا واېرس د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار نه شروع شوی دی او د واېرس نه د مړو مشېره ٩٠٨ ورسېدله.

په ووهان ښار کې د سلگونو په شمیره کې پاکستاني طالب علمان ایسار دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی هېواد ته د ستنولو انتظام وکړي.

د صحت د چارو په اړه د وزیراعظم مشر ډاکټر ظفر مرزا د ټوېټر دلارې په ووهان کې زدکوونکو ته وویل چې حکومت به د دوی د ستنولو دپاره غوره فيصله کوي. هغه وویل په دې اړه په لوړه کچه ژورې صلاح مشورې کولی شي. "دا یقین ولرۍ چې تاسو زمونږ خپل یې او مونږ مو خیال کوو."

په ووهان کې د خېبرپښتونخوا حبیب الرحمان د وي او ای اردو څانگې ته وویل په ښار میشته طالب علمان د ویرې او د تشویش سره مخامخ دي او بې چېنه دي.

حبیب الرحمان وویل هغه چینایان چې په پاکستان کې په سي پېک منصوبه کار کوي هغوی ته خو پاکستان ته د تگ اجازت ورکوي خو د خپلو شهریانو په بېرته ورتگ ورته د مسلو اندښېنه ده. هغه وویل کې چېر په ووهان کې د کوم وزیر بچي موجود وو نو صورتحال به بدل و.

حبیب الرحمان د وي او ای اردو څانگې ته وویل په ووهان کې زیاتره زدکوونکي د غبریبو کورنیو نه دي نو ځکه یې حکومت پروا نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG