لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا مریضان وايي د ډاکټرانو د کاربندیز له امله د مشکلاتو سره مخامخ دي


د خېبر پښتونخوا صوبې په سرکاري هسپتالونو کې روان هړتال په اړه ډاکټران وايي چې صوبايي حکومت کوم ريجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټيز قانون منظور کړی د هغې لاندې ټول سرکاري هسپتالونه شخصي کول (نجکاري) غواړي.

د خېبر پښتونخوا په سرکاري روغتونونو کې د صوبايي حکومت لخوا منظور کړې شوي نوي قانون پر ضد د ډاکټرانو هړتال نن په نهمه ورځ هم دوام لرلو.

د ډاکټرانو د دغه هړتال له امله د صوبې په سرکاري هسپتالونو کې یواځي د بیړني حالت یا ايمرجنسۍ شعبو کي ناروغانو ته د علاج سهولتونه ورکړې کېږي۔

د صوبې په کچه د ډاکټرانو لخوا شروع شوې هړتال کې د هسپتالونو نرسنګ او پېراميډيکل سټاف په شمول د نورو شعبو غړي هم ملاتړ کوي.

پېښور ته د بیلا بیلو سیمو نه راغلي خلکو په وېناکوم مريضان چې په هسپتالونو کي داخل دي هغوي د کاربنديز لاکبله د ستونزو سره مخ دي۔

د هنګو رحيم بادشاه چې د پېښور خېبر ټيچنګ (شېرپاؤ هسپتال) ګردو په وارډ کې يي مريض داخل دی، وايي چې په هسپتال کې خو ورته بستره ترلاسه شوې ولې د نورو يو شمېر سرکاري سهولتونو نه يي مريض محروم دې.

" مونږ ته ډير زيات تکليف دې، د علاج لپاره چې کوم ټېسټونه کوو، دغه به اول مونږ په دې هسپتال کې کول. خو اوس دغه ټېسټونه مونږه بهر په شخصي لېبارټرو کې کوؤ. په دغه لېبارټریانو باندې ډيره ګڼه ده. او د ټېسټونو يي هم پته نه لګې چې ريزلټ ټيک دې او که نه؟ دا سرکاري هسپتال دې دلته چېک اينډ بېلنس پرې وي بهر خو څه پته نه لږي."

د هنګو نه راغلی رحیم شاه زياته کړه چې د چترال، ډي ائي خان، افغانستان او د هېواد د نورو لرو پرتو سيمو نه خلق هسپتال ته راغلي چې د علاج په مد کې مشکلاتو سره مخ دي.

د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې لکې مروت يار محمد چې لور يي په هسپتال کې داخله کړې وايي په هسپتال کې د داخلی لپاره يي په پېښور کې دوه ورځې انظار کړې وو ځکه چې د ډاکټرانو هړتال وو او شخصي معائنې هم په روغنتونو کې بندې وې.

یار محمد وايي چې د معائنې کوم ټسټونه به يي په هسپتال کې په ۵۰ روپې کول هغه وس د هړتال لا امله باهر په شخصي مېډيکل لېبارټرو کې په ۵۰۰ کوم او کوم ټېسټ چې به په ۲۰۰ کیدلو هغه په شخصي لیبارټرو کې په ۱۰۰۰ روپې کوي.

" په دې هسپتال (کی ټي اېچ) کې چې څومره څانګې دي هغه تړلي دي، نور خو پريګده د وینې نمونې لپاره چې کومې شیشې یا بوتلې کاریږی هغه هم مونږ ته نه مېلاويږي. دغه شیشې یا بوتلې هم مونږ د شخصي لیبارټرو نه راوړې او هلته مو وینه جمع کړه. تر اوسه پورې زما د ۱۲و نه تر ۱۳ زرو پورې مصرف شوی هغه هم یواځې په ټېسټونو شوی علاج مو لا پاتې دی."

د خېبر پښتونخوا صوبې په سرکاري هسپتالونو کې روان هړتال په اړه ډاکټران وايي چې صوبايي حکومت کوم ريجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټيز قانون منظور کړی د هغې لاندې ټول سرکاري هسپتالونه شخصي کول (نجکاري) غواړي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ډاکټرانو دغه دریځ ردوي او وايي چې د نوي قانون راوړلو مقصد د هسپتالونو شخصي کول نه دي بلکه د سرکاري هسپتالونو اختيار هغه کمېټو ته ورکول غواړي کومې چې به د قانون لاندې د علاقايي او ضلعې په سطح جوړولی شي. د حکومت تر مخه په دغه کمېټو کې به د ټولنې مشران شامل وي او د سرکاري هسپتالونو انتظامي معاملات به چلوي.

د خېبر پښتونخوا لرې پرتو سیمو نه پېښور ته راغلي مریضانو تر څنګ د هنګو رحيم بادشاه هم د صوبایي حکومت او ډاکټرانو نه غوښتنه کوي چې هړتال دې ختم کړي ګنې خلق به د خپلو مريضانو د مشکلاتو د خاطره په سړکونو احتجاج شروع کړي چې بيا به يي نه د حکومت سره او نه د ډاکټرانو سره څه مخنیوی وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG