لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په زړه دښمنۍ پینځه کسان وژل شوي

File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې وسله والو په یو ګاډي ډزې کړي چې د پولیسو په وینا په دې پېښه کې پینځه کسان وژل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي چې دا پېښه د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې د پېښور د کلیوالې سیمې بډه بېرې په ماشوخیل علاقه کې د زړې دښمنۍ په اساس مخې ته راغلې ده.

د بډه بېرې پولیس تاڼې یو چارواکي نواز خان وایس اف امریکا ډيوه ته وویل، دغلته د ډیرې مودې راهسې د دوؤ فریقینو تر منځ دښمني روانه وه اؤ تېره شپه په ماشوخیلو کې یو فریق د بل فریق په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.

هغه وویل په وژل شوؤ کې ملک امان ، رازم خان، ناهید ، ناصر اؤ امداد شامل دي چې په دوي کې ناصر اؤ امداد پخپلو کې وروڼه وؤ.

پولیس وایي له پېښې وروسته وسله وال د سیمې تښتیدلي، پولیس موقعې ته رسیدلي مهم شهادتونه یې راټول کړي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو وینا ده چې د پېښې مقدمه یې د امتیاز،سرفراز،علي ګوهر اؤ شعیب نومې کسانو پرضد درج کړې اؤ د هغوي د نیولو هڅې روانې دي.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې اکثره په زړو دښمنیو د وژنو دغسې پېښې مخې ته راځي اؤ تېره د جنورۍ میاشت کې هم

تر دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې هم د پېښور په تهکال سیمه کې په یو ګاډي د زړې دښمنۍ په اساس ډزې شوې وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی ؤ.

په خېبر پښتونخوا کې اکثره خانداني دښمنۍ د جايداد، غیرت، شخصي تربګنیو او سیاسي اختلافاتو له امله رامنځته کېږي.

د ځمکو لانجې، د واده مسلې، د قتل بدله، او د قبایلي دودونو سرغړونه هغه عمده عوامل دي چې د نسلونو لپاره دوامداره شخړې پېدا کوي.

زیاتره وخت، د جرګو پرېکړې یا د بااثر کسانو مداخله هم د لانجو د لا سختېدو سوب ګرځي، چې د بې‌ګناه خلکو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

Forum

XS
SM
MD
LG