لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتو دپاره کمېټې جوړه کړه


پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم منظورولو دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی
پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم منظورولو دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی

د خېبرپښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتو په رفتار کې د چټکتیا دپاره د اصلاحاتو او د سولې کمېټي جوړه کړه.

د دې خبرې اعلان د وزیراعلا ترجمان اجمل خان وزیر په یوه خبري غونډه کې وکړو.

د خبري ناستې وروسته د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي وزیر وویل د کمېټۍ هدف د پخوانۍ فاټا سیمو په صوبه کې د شاملولو عمل گړندی کول دي.

پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم منظورولو دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی.

د دې میاشت په شروع کې د قبايلي ضلعو نه د پارلیمان غړو او د فاټا ټاسک فورس غړو د وزيراعظم عمران خان سره وليدل او د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو په عمل ورسره یې خبرې وکړې.

د وزیراعظم سره په ناسته کې ګډون وال د باجوړ نه د سېنېټ او د فاټا ټاسک فورس غړی هدايت الله وویل چې ډېر زر به په قبايلي سيمو کې بدلون ښکاره شي.

د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په عمل کې تراوسه پورې يواځې څو حکومتي ادارې صوبې ته ورکړل شوي دي چې پکې د تعليم، زکات عشر، صحت او د ابادۍ د ښېګړې محکمې شاملې دي.

په فاټا کې د اصلاحاتو عمل د تېزولو دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ په اړه تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG