لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې د غمیو تاجران وايي د بې امنۍ له امله یې کاروبار کم شوی دی


دوکانونو ته د خریدرارانو د تگ د کمي له امله تاجران د انټرنېټ دلارې غمي او قیمتي کاڼي خرڅوي. په دې تصویر کې یو تاجر په انټرنېټ د لگوولو دپاره د یو غمي وډیو جوړوي
دوکانونو ته د خریدرارانو د تگ د کمي له امله تاجران د انټرنېټ دلارې غمي او قیمتي کاڼي خرڅوي. په دې تصویر کې یو تاجر په انټرنېټ د لگوولو دپاره د یو غمي وډیو جوړوي

سوداګر وايي په خېبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمو یا فاټا کې د ترهګرې له امله د بهرني سېلگرو د نه راتللو او د افغانستان نه په قيمتي کاڼو او غميو د پابندۍ په وجه په پېښور کې د قيمتي کاڼو کاروبار خراب شوی دی.

د پېښور په نمک منډای یا مالګه منډای په پاکستان کې د قميتې کاڼو تر ټولو لوی مارکيټ ګڼل کېږي. په دغه منډای کې د تيرو ۲۵ کالو راهسې د قيمتي کاڼو کاروبار کونکی امتياز احمد وايس اف امريکا ډيوه ته وويل خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ترهګرې له امله بهرني سوداګر د تېرو ۱۵ کالو راهسې ياد مارکيټ ته نه راځي چې لوجې د دوی کاروبار ته زيان رسېدلی دی.

امتیاز احمد وویل نن صبا د کاڼومنډۍ لګه کمزورې شوېده، وجه دغه ده چې اول به فارنرز لکه ډيرراتلل نو هغوي سره به دا وو چې مارکيټ به ډير ښه و خو په موجوده وخت کې بازار د خارجیانو د نه راتللو له امله خراب شوی دی. "یو څو چائنيز راځي خو چائنيز خو هغه شان بائنګ (اخيستل) نه کئ."

د افغانستان د کونړ ولايت فضل مولا وايي په تېر وختونو کې د افغانستان بېلا بېلو صوبو نه قيمتي کانړي په زيات مقدار کې پېښور ته راوړل کېدل خو اوس د افغان حکومت د پابندې او په طورخم بارډر د سختۍ په له امله دغه کاڼي ډېر کم مقدار کې پاکستان ته راځي چې لوجې کوروبار ډير اغېز مند شوی دی.

"کم چې افغان ګورنمنټ دې هغوي هم هلته مشکلات جوړ کړيدي، لکه هغه کوم مائنونه چې دي هغوي ته اجازت نشتته دې نو خلق يي مطلب دادې په پټه ذريعه دلته روړي پاکستان ته، بل د بارډر خبره ده، بارډر کې هم ډير مشلات جوړ شوې دي نو مخکې به خلقو ډير په اسانه باندې دلته دا سټون روړل اس چې دي اس يي په اسانه باندې نشي روړې، افغانانو د پاره دغه مشکل دې"

د ګوانډي هېواد افغانستان سره تعلق لرونکي ځوانان د پېښور مالګه منډۍ کې آن لائن يعنې د انټرنټ د لارې باهرني دنيا سره د قميتي کاڼو کاروبار کوي، په دغه سوداګرو کې د کابل ولايت اوسيدونکی حيدر خان وايي چې قسم قسم ويب پاڼو په ذريعه دوی خپل مال د نړۍ په نورو ملکونو کې خرڅوي. "پې پال جوړ شي هغې لپاره ايټ سې دي، اي بې شو، جېم راک شو داسې ډير ويب سائټس دي، په هغه دا هلکان ينګ ينګ هلکان کاروبار کۍ"

نوموړي زياته کړه په نړيوال مارکيټ کي د کاڼو زيات کاروبار په انټرنټ کيږي ولې پاکستان کې يو سوداګر هغه سهولتونا نشي ترلاسه کولې د کوم سره چې د قيمتي کاڼو آن لائن کاروبار په اسانه کيدلې شي. هغه زیاته کړه چې د پې پال اکاونټ په پاکستان کې نه جوړیږي که چېرې په هېواد کې جوړېدل پېل شي نو کاروباریانو او نورو خلکو دپاره به ډیره اسانه شي.

د ځايي دوکاندرانو په وېنا پېښور کې به د قيمتي کاڼو او غميو په تېر وختونو کې نمائش کيدو چې د خرابو حالاتو لوجې د تېرو څو کالو راهسې نه دی شوی، که چېرې حکومت د نندارتون راجوړولو دغه لړې بیا شروع کړي نو د دوی کاوروبار وده کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG