لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور اسلامیه کالج د تاریخي ودانۍ د تحفظ په اړه دې چارواکي رپورټ وړاندې کړي، د هايي کورټ امر


د اسلامیه کالج یونیورسټۍ دا تصویر د ادارې د وېب پاڼې نه اخیستل شوی
د اسلامیه کالج یونیورسټۍ دا تصویر د ادارې د وېب پاڼې نه اخیستل شوی

د پېښور هايي کورټ د خېبر پښتونخوا چيف سېکټري ته امر کړی چې د صوبی تاريخې اسلاميه کالج پوهنتون کې روان تعميرتي کارونو جائزه واخلي او په ۱۴ ورځو کې دې عدالت ته خپل رپورټ وړاندې کړي چې د نوي ودانۍ سره خو د دغه تعليمي ادارې تاريخي عمارت او حېثيت ته څه زيان خو نه رسي۔ د مقدمې اورېدنه جسټس قيصر رشيد خان او جسټس اعجاز انور کوله.

هايی کورټ ته د پېښور نورالحق په خپل درخواست دريځ خپل کړی چې د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون تاريخې ودانۍ ته زيان رسول د خېبر پښتونخوا د تاريخې اثارو د تحفظ د کال 2016 قانون پرضد عمل دی۔

خو د اسلاميه کالج پوهنتون پروجېکټ ډائريکټر عبدالمنيب صديقي وايي چې دغه نوي وداي په خالي مېدانونو کېږي او طرز تعمير به يي هم هغه د تاريخې ودانۍ په څېر وي او تاريخې عمارت ته به ترې زيان نه رسي۔

د نورالحق وکيل عباس سنګين خان وي او ای ډيوه ته وويل چې کوم نوی تعميراتي کار په اسلاميه کالج پوهنتون کې کیږی د دې هغی سره دا ويره پېدا شوي چې دغه به د اداری تاريخې حېثيت متاثره کړي۔ " کوم عمارت چې د سلو کالو نه زوړ وي نو هغه د خېبر پښتونخوا د تاريخي اثارو او شيانو د قانون کال 2016 ترمخه قومي ورثه شي، او هغه بيا تاسو نه شۍ چېړلې، نو مونږه په کې دا دريځ خپل کړو چې دا دوه چته عمارتونه جوړ شي نو دې سره د اسلاميه کالج هغه نظاره به خرابه شي"

د کېس د اورېدني په مهال د خېبر پښتونخوا چيف سېکټري او اېډوکېټ جنرل هم موجود وو، په دغه موقع جسټس قېصر رشيد خان د صوبې چيف سېکټري ډاکټر کاظم نياز ته امر وکړو چې په اسلامیه کالج یونېورسټظ کې د تعميراتي کارونو جائزه دې واخلي چې ايا د دې سره خو د پوهنتون تاريخې عمارت ته زيان خو نه رسي او په دې اړه دې عدالت ته په ۱۴ ورځو کې خپل رپورټ جمع کړي۔

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د مرکزي عمارت وړاندې نورې ابادې کولو په اړه د ياد پوهنتون د لوبو د پاره ټاکل شوي ډائريکټر علي هوتي وي او ای ډيوه ته وويل چې په دغه مېدان کې د هاکې پاره د ټرف خورلو بندوبست شوی او د عمارت جوړولو خبر بې بنياده دې۔

په خېبر پښتنونخوا کې د کلتور او د تاريخې ځايونو د خونديتوب د پاره کار کوونکې يوی غونډي سېکتر شکيل وحيد الله وي او ای ډيوه ته وويل د نوي نسل د پاره داسې ډول تاريخې ځايونه خوندي کول ډېر مهم دي، کوم خلق چې دې ته زيان رسوي بايد حکومت د هغو مخه ونيسي۔

د اسلاميه کالج پوهنتون پروجېکټ دائريکټر عبدالمنيب صيديقي وي او ای ډيوه ته وويل د نوي ابادۍ سره د اسلامیه کالج تاریخي عمارت نه نقصان نه رسیږي. " لکه تاسو به وګوړۍ چې کوم تعمير کېږي نو د هغو شکل و صورت بلکل د زوړ عمارت په څېر کېږي لګيا دی بس معولي شان به د هغې نه کم وي چې د پخواني عمارت هغه حېثيت خراب نشي"

اسلاميه کالج پوهنتون په کال ۱۹۱۳ کې تعمير شوی او د هېواد یوه تاريخې تعليمي اداره ګڼل کیږي. په ۲۰۰۸ کې اسلاميه کالج ته د پوهنتون درجه ورکړی شوه او دا وخت د ۱۱ زرو نه سوا زده کوونکي په دې تعليمي اداره کې خپلې زده کړې ترسره کوي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG