لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايي کورټ: د سپکو لیکنو لیکوال دې په ښکاره د پښتنو بخښنه وغواړي


Pakistan books
Pakistan books

د پيښور هايي کورټ د پاکستان پنجاب ایالت کالجونو کې د پښتنو او سکهانو په اړه د سپکو او کرکو ډکو لیکنو کولو پرسر د دغې لیکوال ته امر کړی د دغه کرکجن کار په سر دې د پښتنو او سکهانو نه اولسي بخښنه وغواړي.

د پېښور هايي کورټ دوه کسیزه بنچ د پېښور د دولسو وکیلانو لخوا جمع کړی شوي خواست کې غوښتنه شوې وه، د دغه کتابونو چاپ کونکي یا پبلشرز دې په راتلونکې کې د داسې کتابونو چاپ کولو نه منع کړی شي. د هايي کورټ دغه دوه کسیزه بنچ کې جسټس قیصر رشید خان او جسټس سید افسر شاه شامل وو.

په عدالتي خواست کې وکيلانو ويلي د پنجاب ډګري کالجونولپاره د مطالعه پاکستان په کتاب کې په ۴٧ او ۴٨ صفحو یا پاڼو باندې د عظيم اکيډمي پبلشرز لخوا داسې توري یا ټکي کارول شوي چې پکې د پښتنو او سيکانو ښکاره سپکاوې شوی، او دا چې د کرکې ډک او سپک داسې ټکي پښتانه نه شي زغملی.

د پېښور د وکیلانو لخوا په عدالتي خواست کې ویل شوي ٫٫ په کتابونو کې د جاهل، باغي او نورو سپکو ټکو کارول او بیا طالب علمانو ته ښودل د پښتنو پر ضد يو غير اېيني ګام او د اخلاقياتو ولیدلی ګام دې.٬٬

په دغه خواست کې وکیلانو د پېښور عدالت نه غوښتلي وو چې د کالجونو لپاره چاپ شوي کتابونو څخه دې دغه سپک او د کرکې ډک مواد لرې کړی شي، او په راتلونکې کې دې د پښتنو پر ضد داسې مواد چاپيدو مخه ونیول شي.

وکيلانو دا ويره هم څرګند کړې که د پښتنو پر ضد دغه منفي رويې دوام ولري نو په هیواد کې به په نسلي توګه داسې تقسيم راولي چې په پاکستان کې به يوه نه ختميدونکې جګړې صورت واخلي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پښتنو په اړه د کرکې ډک او سپک ټکي وړاندې هم د سکولنو او کالجونو شاګردانو ته ښودل شوې او په ټولنیزو رسنو اوس پښتانه او د نورو ژبو ویونکي د دغې پرضد ښکاره غبرګون هم څرګندوي.

په دغه موضوع د پېښور د یو وکیل سره د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند خبرې کړي تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG