لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور اسلامیه کالج استاذانو د انتظاميي په ضد احتجاج شروع کړی


د اسلامه کالچ د عارضي استاذانو احتجاج په داسې حال کې شروع شوی چې مطبوعاتي رپورټونه وايي د پېښور یونیورسټي د مالي مشکلاتو سره مخامخ ده
د اسلامه کالچ د عارضي استاذانو احتجاج په داسې حال کې شروع شوی چې مطبوعاتي رپورټونه وايي د پېښور یونیورسټي د مالي مشکلاتو سره مخامخ ده

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې په عارضى توګه د تېرو څو کالو راهسې کار کوونکو استاذانو د کانټرېکټ یا د قرارداد د نه نوي کېدو په ضد احتجاج شروع کړی.

احتجاج کونکي استاذان وايي د تيرو څو مياشتو راهسې د کلاسونو اخېستو باوجود هم تنخاګانې نه دي ورکړل شوي او که چېرې غوښتنې یې و نه منل شوې نو د کلاسونو اخېستولو نه به هم لاس واخلي او احتجاج به دوامداره وساتي۔

بلخوا د پوهنتون انتظاميه وايي چې د عارضي استاذانو کانټرېکټ ختم شوی دی ځکه ورته تنخاګانې نه ورکړی کېږي او چې کله مستقل وائس چانسلر وګمارل شي نو د ضروت سره سم به د عارضي استاذانو دپاره چوکۍ اعلان کړي.

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د اسلاميه کالج پوهتون د استاذانو د اتحاديې مشر ډاکټر دلنواز خان وويل چې د عدالت د فيصلې ترمخه کوم ملازمين چې د دريو کالو نه سيوا په اداره کې په کانټرېکټ کار وکړي نو هغه به مستقل کولئ شي خو هغه زیاتوي انتظامیه د عدالت په "فېصله عمل کولو نه هم يرېږي"

په دغه احتجاج کې ناست د پوهنتون د پښتو څانګې استاز سنګر خان سنګر وايي چې د تيرو څو مىاشتو راهسې ورته تنخوا نه ده ورکړى شوې. " دلته مونږه ټيچنګ کوو خو زمونږه دا کوم کېمپ چې لګېدلې دې دوئ تنخواګانې بندې دي، دلته داسې ملګري هم شته چې د هغوئ د ۱ته مياشتو راهسې تنخواګانې بندې دي او بيا هم راځي او خپل خدمت ورکوي، مونږه خپل مطالبات وائس چانسلر دفتر ته رسوو او د صدر صېب خو دا راۍ ده چې بيا به مونږه د کلاسونو نه بائيکاټ کوو"

د استاذانو ترڅنګ د ادارې د دريمې او څلورمې درجې ملازمينو هم احتجاجي پرلت وهلی او وايي د پېښور هايي کورټ د دوئ د مسقل کېدلو په اړه فصېله کړې خو له تر اوسه پورې نه دوئ مستقل کړل شوي او نه ورته تنخاګانې ورکړی شوي دي.

بلخوا د پوهتون انتظاميه وايي چې د کلاس فور ملازمينو د مستقل کولو فېصله به د سينډيکټ غنډه کې وکړى شي او د ستاذ انو د کنټر يکټ نوى کولو او هغوئ دوباره اخېستو د پاره به د مستقل وائس چانسلر راتلو وروسته به د ضرورت مطابق پوسټونه يا څوکۍ د اشتهار د لارې اعلان کړل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG