لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېن ای ون انتخابونه جشن او احتجاج


Peshawar bi-elections celebrations01
دحاجي بلور په گټه جشن اؤ احتجاج دواړه په سړکونو روان دى
دزيارت په ورځ په پاکستان کې ترسره شوؤ ضمني ټولټاکنو کې دحلقه اين اى ١ پيښور دچوکۍ گټلو جشن اؤ احتجاج عوامي نيشنل پارټۍ دجمعې په ورځ دپيښور په سړکونو کړى دى.
دغه جشن که يو خوا دتحريک انصاف دمشر عمران خان دخالي کړې چوکۍ داى اين پي دحاجي غلام احمدبلور لخوا په گټل کيدو شوى ، نو بلخوا دجشن سره سم داى اين پي په سوونو ورکران هاغه مهال احتجاج دپاره سړکونو ته راووتل چې دپيښور دپوځي چاوڼۍ په سيمه کې دحاجي غلام احمدبلور کور ته دمبارکۍ دپاره دورتلونکو خلکو مخه پوليسو ونيولوله.
دجمعې په ورځ چې څومره خلک دحاجي بلور کور ته مبارکۍ ته ورتلل ، پوليسو هغوي دحاجي بلور کور ته نۀ پريښودل ، چې دغسې د حاجي بلور دکور خواؤشا په سوونو داى اين پي ورکران ورغونډ شول.
کله چې دورکرانو گڼه دحاجي بلور دکورترڅنگ په سړک سيوا شوه، نو حاجي بلور هم دخپل کور څخه راووتلو اؤ دورکرانو مينځ کې په سړک مبارکۍ ته کښيناستو.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې حاجي بلور وويل پوليس دهغه کور ته هيڅوک نۀ پريږدي اؤ هڅه کوي ، چې مبارکۍ لپاره راتلونکي ورکران دهغه څخه په ډډه وساتي.
هغه وويل قيدي نۀ دى ، خو بيا هم دخپل کور دننه په نااعلانه ډول قيد کړل شوى اؤ حکومت يا انتظاميه يې هيڅ خبره نۀ اوري اؤ نۀ ځواب ورکوي ، چې ولې ورسره دغسې سلوک کيږي.
دحاجي بلور په گټه جشن اؤ احتجاج دواړه په سړکونو روان دى
دحاجي بلور په گټه جشن اؤ احتجاج دواړه په سړکونو روان دى

دحاجي بلور وينا وه ډير خلک دهغه په گټه خوشحاله دي ، خو که څوک خفه وي ، نو هغوي بايد داى اين پي دکارکنانو دمخنيوي پځايې پخپله دپيښور څخه کډې وکړي.
دحاجي بلور کور ته دکارکنانو دورتگ مخه وروستو له هغې نيول شوې ، چې دزيارت په شپه په ضمني انتخاباتو کې دهغه دگټې داعلان کيدو سره سم په سوونو ورکران په پيښور کينټ کې دحاجي بلور کور ته ورغونډ شول اؤ په کلاشنکوفو اؤ تمانچو يې ناتاره ډزې وکړې.
بايد وويل شي دحاجي بلور کور(بلور هاؤس) دپيښور دپوځي چاوڼۍ په داسې حساسه سيمه کې دى ، چې په لږه فاصله ورسره گورنر هاؤس ، دوزيراعلي کور اؤ سيکرټريټ ، دپوځي افسرانو کورونه اؤ دفترونه اؤ هم دبهرملکي سفارتکارو کورونه اؤ دفترونه پراتۀ دي.
بلور هاؤس ته دورکرانو دنۀ پريښودو څخه وروستو داى اين پي په سوونو ورکران دپيښور بيلا بيلو سړکونو ته وتلي اؤ که يو خوا هغوي دډولونو مخې ته دحاجي بلور په گټه دخوشحالۍ گډاگانې کوي ، نو بلخوا يې دښار مهم سړکونه ، چې جي ټي روډ هم پکې شامل دى ، تړلي اؤ دحکومت اؤ دانتظاميې په ضد نعره بازۍ کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG