لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دپوليس وژنې دلړۍ په دوام بل ايس ايچ او اؤ عسکر وژل شوي دي


دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې د پلازمينې پيښور په کليواله سيمه داودزو کې دپوليسو په گاډي ډزو کې ديوليسو يو افسر يا ايس ايچ او اؤ دهغۀ ډرائيور وژل شوي اؤ يو پوليس عسکر ژوبل شوى دى.
دتيرو دوؤ مياشتو راهسې په پيښور کې د پوليس افسرانو د وژنې لړۍ چټک شوې اؤدنامعلومو وسله والو په بريدونو کې تردې مهاله گڼ شمير پوليس افسران اؤ عسکر وژل شوي دي.
قانون پځايې کوونکې ادارې تردې مهاله نۀ دي توانيدلي چې په دغو پيښو کې ککړ پټ مخونه بې نقابه کړي ياهم هغوئ ونيسي.
دجمعې په ورځ د داوزئ پوليس ټانې محرر فضل جان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ددغه پيښې د تفصيلاتو بيانولو په مهال وويل دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه خواوشا دولس بجې د داوزئ تاڼې ايس ايچ اميرسلطان خان دپوليسو په گاډي کې گشت کولو چې په هريانه روډ نامعلومو والو دپوليسو په گاډي ناتاره ډزې وکړې.
هغه وويل په دغو ډزو کې دداودزئي ايس ايچ او امير سلطان اؤ دهغه ډرائيور وژل شوي اؤ يو پوليس عسکر ژوبل شوى دى.
دوژل شوي ډرائيور نوم جاويد اؤ دژوبل شوي پوليس عسکر نوم عمران الله ښودل شوى دى.
ژوبل پوليس عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوى، خو ددغه هسپتال د مطبوعاتي څانگې وياند جميل شاه ډيوه راډيو سره خبرو کې دهغه حالت دخطرې څخه بهر ښودلى دى.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي خو په ډزو کې ککړ وسله وال تيښته کې بريالي شوي دي.
بايد وويل شي د وژل شوي پوليس افسر اميرسلطان خان تعلق د مردان دکاټلنگ سيمې دمياخان سنگاؤ کلي سره ؤ اؤد هغه د کورنۍ زياتره غړي په پوليس فورس کې پاتې شوي دي.
دوژل شوي پوليس افسر يو رورسکندر خان د پيښور د ايس ايس پي په توگه ذمه وارئ ترسره کړي،يو رور اؤ څلور زامن يې اوس هم په پوليس فورس کې خپل خدمات ترسره کوي .
اميرسلطان خان دپيښور پوليس يو سينئر اؤ تجربه کار پوليس گڼل کيدو اؤ دهغۀ پوسټنگ به د ايس ايچ په توگه زياتره وخت هاغو علاقو کې کيدو چرته چې به د جرائم پيشه عناصرو يا تندلارو له ويرې نورو پوليس افسرانو تگ ته زړۀ نۀ ښۀ کولو .
په تيرو دوؤ مياشتو کې دپيښور دننه د ترهگرو لخوا په دغسې ترسره شوؤ بريدونو کې دپوليسو ډي ايس پي امان الله،ايس ايچ اؤ ميراجان، سب انسپکټر غريب الله ، دانټلي جنس بيورو يو انسپکټراؤ گڼ شمير نور پوليس عسکر وژل شوي اؤ د ايف ارپي دډپټي کمانډنټ گل ولي خان په گډون گڼ شمير نور افسران اؤ عسکر ژوبل شوي دي .
دپيښور د پوليسو يو لوړ پوړي افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل” اوس چې په پيښور کې دپوليس په ضد کوم بريدونه روان دي ددې لۀ امله د پوليس مورال سخت غورځيدلى اؤ نۀ شي کولى په ډاډه زړۀ خپل فرائض ترسره کړي“
هغه وويل پوليس چې دخلکو په حفاظت مامور وي ددغه بريدونو څخه وروستو اوس دخپل حفاظت دپاره حيران شوي دي.
خو دپيښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي” دغه شان حملې دترهه گرو په ضد دکارروائيو ردعمل دى، خو دترهه گرو په ضد به کارروايۍ دوامداره وي.“
هغه وويل” دپوليس ځوانان دخپلو ځانونو په قربانو ورکولو سره اولس ته تحفظ ورکوي.“
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG