لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې د ۱۶دسمبر د پېښې په ضد هړتال


د اېکشن فورم مدني ټولنې لخوا درې وړځې وړاندې د هړتال اعلان شوی ؤ .

د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې نن د ۱۶/۱۲ اېکشن فورم په نوم د مدني ټولنې غړو د دسمبر په ۱۶م نېټه ارمي پبلک سکول باندې د شوي بريد په ضد او په دغې پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو د کورونوسره د خواخوږۍ په موخه هړتال کړی ؤ ، او د ښار په بيلابيلو سيمو کې يي احتجاجي مظاهرې کړي دي .

د اېکشن فورم مدني ټولنې لخوا درې وړځې وړاندې د هړتال اعلان شوی ؤ .

نن د شورو په ورځ سحر د پېښور ښار په لويو سړکونو جي ټي روډ ، يونيورسټي روډ ، صدر او نورو علاقو کې ځايي په ځايي ټائرونو ته اورونه اچولي وو ، احتجاجې پرلتونه يي وهلي وو ، او گاډو چلن يي ودرولی ؤ .

خو د ښار بازارونه د هړتال او مظاهرو په مهال خلاص وو .

بل لور ته د مدني ټولنې د احتجاجي مظاهرو سره سم د پېښور پوليس په مظاهره چيانو ډنډې ورولي ، او د مظاهرو مشري کوؤنکي يي نيولي ، او په تهاڼو کې يې بند کړي دي .

مظاهره چيانو د پېښور پرېس کلب مخې ته هم احتجاج کړی ، او په دغې مهال يي د صحافيانو سره په دې خبره نښتې شوي چې صحافيان د دويي کورېج نه کوي .

د ځايي خبريالانو په وينا مظاهره چيانو په صحافيانو د ډنډو گوزارونه کړي ، چې پکې څلور صحافيان ژوبل هم دي ، او د ميډيا د گاډو شيشي هم ماتې کړی شوي دي .

د اېکشن فورم يو غړی سېدعالم محسود په وينا چې دويي پرامن احتجاج کوؤ کوم چې د دويي ائيني حق دی ، خو پوليس په دويي تشدد کړی ، او په تهاڼو کې په درځنونو احتجاج کوؤنکي چې پکې زنانه هم شاملې وې بند کړي دي .

مظاهره چيانو وئيلي خېبرپښتونخوا کې د هغې ډلې (پي ټي ائي) حکومت دی ، چې خپله دغې ډلې د پلازمينې اسلام اباد په رېډ زون کې څو مياشتې پرلت وهلی ؤ ، او احتجاج يي کولو، او دويي ته چا غږ نه ؤ کړی .

احتجاج کوؤنکو وئيلي چې مونږ په پېښور کې مونږ پُرامن احتجاج کوؤ ، او د هغې باوجود په مونږ تشدد وشو ؤ او په تهاڼو کې بند کړی شو .

بل لور ته د پېښور د پوليس يو چارواکي اېس اېس پي نجيب الرحمان وئيلي ، چې مظاهره چيانو ته د پرامن احتجاج اجازت ورکړی شوې ؤ ، خو چاته د سړکونو او بازارونو بندولو اجازت نه شي ورکړی کېدی .

راپورونه وايي چې نيول شوي مظاهره چيان پوليسو پرېښودي دي ، او دا وخت د پېښور امن چوک باندې په احتجاج ناست دي .

XS
SM
MD
LG