لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور لومړۍ سکهه خبریاله


د خېبر پښتونخوا پېښور ښار ۲۴ کلنه منمیت کور د سکه مذهب منونکي لومړۍ خبریاله ده چې دغه میدان ته د خپلې ټولنۍ او انسانیت د خدمت کولو لپاره رواتلې.

د پېښور د جېنکو ځانګړي کالج (جناح کالج) نه په سوشل ساېنسز کې د شپاړسم یا ماسټر ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته ولې دغه پېغله د صحافت میدان ته راغله؟ منمیت کور وايي: ٫٫ په پښتنه ټولنه کې یو شمیر داسې سماجي او کلتوري مسلې شته چې زه یې د یو خبریال په هیڅ وړاندې کولې شم".

پاکستان کې لږکۍ د یوشمیر چېلنجونو او ستونزو تر څنګ ژوند کوي خو منمیت کور بیا د سکهه مذهب مننونکو په اړه وايي دوي کې تعلیم د نیشت برابر دې. د سکهه مذهب ډیر کم ځوانان او پېغلېداسې دي چې خپلې زده کړې سر ته ورسوي. خو منمیت وايي غواړي چې د خپلې ټولنې لپاره یو مثال جوړ شي او سره د دې په ټولنه کښې ښځو ته یو شان حقونو لپاره هم کار کول غواړي.

په پاکستان کښې مېشت لږکې اکثره گیله کوي چې دوي ته د عادي خلکو په رنګ د زده کړو، کارونو او د ژوند سهولتونه نه وي ترلاسه، خو مېرمن منمیت وايي که د نورو په رنګ دو يته هم د تعلیم او زده کړو موقع ترلاسه شي، نو د سکه مذهب منونکي جینکۍ هم د نورو په رنګ تکړه دي.

منمیت زیاتوي: ٫٫ پکار ده خلک په دې خبره پوهه شي زنانه د نارینؤ په شان هر کار کولی شي او تکړه هم وي.٬٬ منمیت زیاتوي زما دې حالت ته په کتو به د سکهه مذهب منونکې نورې جېنکۍ به د ژوند نورو برخو ته راشي.٬٬

د خپل کار په ځاې کې د نورو خلکو د خوې او روېې په اړه دغه پېغله وايي د ښځې خبریالې په هېڅ یې یو شمیر پروگرامونه او خبرونه خپاره کړي خو تر اوسه د چا لخوا د مذهب په سر د څه قسمه بدې روېې سره نه ده مخ شوې.

په پیښور ښار کښې د سکهانو د ټولنې کسان وايي دوي په منمیت فخر کوي او هیله لري چې دلته مېشت سکهانو ستونزې به راپورته کړي او نور خلک به ترې خبر کړي.

منمیت کور نور څلور وروڼه خوېندې لري، پلار یې کاروبار کوي او مور یې کور سنبهالوي. غواړي د خبریالې په هیڅ دا لوې ارمان لري چې د هند امرتسر ښار ته د پښتنې خبریالې په هېڅ لاړه شي او د هلته نه د مذهب په اړه رپورټونه جوړ کړي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG