لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور یونېورسټۍ د صحافت څانگې پېژندگلو


د پېښور یونیورسټۍ د صحافت څانگې زدکونکي
د پېښور یونیورسټۍ د صحافت څانگې زدکونکي

د پیښور پوهنتون د صحافت څانګه په ۱۹۸۷ کې پرانستل شوه. لومړی یې نوم جرنلزم ډیپارټمنټ و خو اته کاله پس یې نوم په جرنلزم اینډ ماس کمیونیکیشن ډپارټمنټ ته بدل کړی شو.

د یونېورسټۍ د صحافت څانگې د کال ۱۹۹۰ نه د ماسټرۍ ډګریانې ورکول پیل کړې او په لسګونو زده کونکونکي ترې فارغ شوي دي. دغې څانګې په کال ۲۰۰۷ م کې د ایم فل او پي ایچ ډي زده کړې هم شروع کړې او دا وخت یې پنځو زده کونکو ته د ایم فل ډګریانې ورکړي او نور پنځه د پي ایچ ډي طالب علمان په خپلو څیړنو کې مصروفه دي.

د څانګې چیرمین پروفیسر فیض الله جان ډیوه ته وویل د ایم فل مقالو کې د پاکستاني طالبانو بیانیه او د هغې د عملي کولو لپاره د هغوي فعالیتونه، پښتنې ټولنه کې د ښځینه خبریالانو ستونزې، زده کونکو کې د ټولنیزو رسنیو استعمال او داسې نور موضوعات شامل دي.

د نوموړي نه چې پوښتنه وشوه چې آیا دغه څیړنیزو مقالو په حکومتي کچه تګلار جوړولو کې کوم کردار لوبولی دی؟ نو ډاکټر فیض وویل کومو هیوادونو کې چې جمهوریت وي او چرته اولسي واکمني ده هلته پوهنتونونو او څیړنیزو ادارو کې په بیلا بیلو موضوعاتو څیړنې کیږي او هغه څیړنې بیا د فیصله سازۍ ادارو ته ځي او د هغې رڼا کې تګ لیارې جوړیږي. خو د بده مرغه پاکستان کې داسې رواج نشته. هغه زیاته کړه "زه خو به دا ووایم چې دلته په پوهنتونونو بندیزونه لګول شوي دي چې تاسو به په دې موضوعاتو څیړنې کوئ او په دې به یې نه کوئ."

فیض الله جان وویل په داسې حالاتو کې به یو پوهنتون یا څیړنیزه اداره کار څنګه وکړي چې هغوي به وړمبی دا ګوري چې په دې موضوع کار کولو باندې به "فلانکی خان یا فلانکۍ اداره خفه کیږي خو نه؟"

پروفیسر فیض الله جان زیاتوي د هیواد د نورو پوهنتونونو په څیرد پیښور پوهنتون او دغه شان د صحافت څانګه هم دې ستونزو سره مخ ده.

بلخوا هم ددې څانګې د ایم ای د اخیري کال د یو زده کونکي سید واسق باالله نه چې پوښتنه وشوه چې ایا دی د لوړو زده کړو معیار او نصاب ته څنګه ګوري؟ نو هغه وویل دلته د ایم ای په کچه نصاب ښه دی خودې کې اوس پرمختک پکار دی او د وخت، حالاتو او تقاضو سره سم دې کې د بدلون ضرورت محسوسیږي.

او د ډاکټر فیض نه چې پوښتنه وشوه چې څه وجه کیدی شي چې د دې ځای د پي ایچ ډي او ایم فل څیړنې د نړیوال معیار مطابق نه وي؟ نو هغه یې درې غټ لاملونه وښودل. هغه وویل د څیړنې لپاره بنیادي ضرورت شک او سوال وي خو "زمونږ ټولنه او بنیادي تعلیم سوال کولو ته په ښه سترګه نه ګوري،" د څیړونکي د لار ښودنې ادارې او افراد خپله په علمي حواله کمزوري دي او دا چې څیړونکي ته هاغه وسیلې نه دي تر لاسه چې په ازاد مټ څیړنه وکړي.

خو ډاکټر فیض وایي ددې ټولو مشکلاتو باوجود ځینو څیړونکو د نړیوال معیار مطابق څیړنې کړې دي خو دا دهغوي خپله دلچسپي وه البته که دا ستونزې ختمې شوې نو هیله ده چې بیا به هر څوک د معیاري څیړنې جوګه شي او وایي تر څو چې په مختلفو موضوعاتو بې طرفه څیړنې نه وي شوې نو دلته به جمهوریت، اقتصادي پرمختګ او بشري حقونه هم کمزوري وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG