لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزارت دپاره نامزد شوی پيټ هېګسېت وايي د خپلې تقررۍ دپاره به جنګېږي

د سېڼېټ غړو سره ملاقات ته د ورتګ په موقع هېګسېت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل نن يې د ټرمپ سره خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړه "زه دې په شا ولاړ یم."
د سېڼېټ غړو سره ملاقات ته د ورتګ په موقع هېګسېت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل نن يې د ټرمپ سره خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړه "زه دې په شا ولاړ یم."

د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په خپل اینده حکومت کې د دفاع وزارت دپاره پخوانی پوځي او د فاکس ټېلې وېژن کوربه پيټ هېګسېت نامزد کړی دی چې دا وخت يې په ضد د زیاتې شراب نوشۍ او د غلط جنسي چلند الزامات راپورته شوي دي خو هغه وايي د دفاع وزیر په توګه خپلې تقررۍ دپاره به جنګ کوي او په شا به نه شي.

ځېني خبرونه وايي ټرمپ بل تن په نامزد کولو غور کوي.

څلور څلوېښت کلن هېګسېت اعزازیافته پخوانی پوځي او په موجوده وخت کې د امریکې د فاکس ټېلې وېژن کوربه دی. ټرمپ هغه د پېنټګان د مشرۍ دپاره نامزد کړی خو د هغه د شخصي چلند په اړه الزامات په سېنېټ کې د هغه د تقررۍ دپاره مسله جوړېدلی شي. سېنېټ به دا منظوري ورکوي چې ایا هغه دې د دفاع وزیر په توګه وګمارل شي او که نا؟

ځېني خبرونه وايي چې ټرمټ د هېګسېت په ځای د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس او یا د ایوا ریاست سېنېټر جوني ارسټ په نومونو غور کوي خو د دې باوجود هېګسېت وویل هغه به د خپلې نامزدګۍ نه په شا نه شي.

هېګسېت د سوشل میډیا په وېب پاڼه اېکس وویل د ګس اړخ سیاسي نظريي پلویان د بدلون، د ټرمپ او د هغه نه ویرېږي نو ځکه يې د هغه د بدنامولو مهم شروع کړی دی. هغه زیاته کړه چې په وروسته به نه شي.

د سېڼېټ غړو سره ملاقات ته د ورتګ په موقع هېګسېت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل نن يې د ټرمپ سره خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړه "زه دې په شا ولاړ یم."

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د امريکې اېن بي سي نیوز چېنل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د هېګسېت ۱۰ پخوانیو او موجوده همکارانو چېنل ته ویلي د هغه همکارانو د هېګسېت د شراب نوشۍ په اړه تشویش لرلو او په ځینو موقعوچې په هغه کار ته ورغلو نو د شرابو بوې به ترې تللو او یا به يې ورته وېل چې اوس هم پرې د شرانو د نشي اثرات یا هېګ اور شته دی.

هېګسېت په دې اړه هم د پوښتنو سره مخامخ دی چې په کال ۲۰۱۷ کې په کېلېفورنیا ریاست کې د ريپلېکن پارټۍ د ښځو د غونډې په موقعه یوې ښځې په هغه د جنسي تيري الزام لګولی و. هېګسېت د پېښې تحقیق کوونکي پولیس ته وویل چې ښځې سره ملاقات يې په رضامندۍ شوی و. پولیس د هغه خلاف مقدمه درج نه کړه. څو کاله وروسته هېګسېت دغې ښځې ته په نامعلومه شمېره کې پېسې ورکړې چې په هغه مقدمه و نه کړي او دا رنګ یې فاکس ټېلې وېژن برطرف نه کړي.

د ټرمپ یو اتحادي سېنېټر لنډسي ګراهم د نهې، سه شنبې، په ورځ د هېګسېت خلاف الزامات د پرېشانۍ وړ وبلل او ویې وېل د ځینو سېنټرانو دپاره به دا الزامات مشکل وي.

سېنېټر جان تون به په نوي سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ د غړو مشر وي، وویل د هېګسېت مخې ته سخت سوالونه پراته دي او هغه ته پکار ده چې جوابونه يې ورکړي.

نوی سېنېټ چې د جنورۍ په میاشت کې په غونډه شروع کوي، ريپبلېکن پارټي په کې د ۴۷ په مقابل کې د ۵۳ غړو اکثریت لري. د اېوان د ټولو غړو تعداد ۱۰۰ دی. دا امکان کم دی چې د ريپبلېکن پارټۍ غړي به د هېګسېت د تقررۍ په حق کې ووټ ورکړي.

د نومبر په پينځمه نېټه په صدارتي انتخاب کې د بریا وروسته ټرمپ به د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت سوګند پورته کوي.

په موجوده وخت کې هغه ټرمپ په خپل اینده حکومت کې د مختلفو عهدو دپاره خلک نامزد کوي. د هغه د کابينې غړو د تقررۍ منظوري یا ردونه به سېنېټ کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټرمپ پيټر نوارو د تجارت دپاره خپل مشیر نامزد کړو. د ټرمپ په تېر حکومت کې هم نوارو د ټرمپ د تجارت مشیر و.

ټرمپ پخوانی پوځي ډېنیل ډرېسکول چې په عراق کې يې هم خدمات ترسره کړي دي، د ځمکني پوځ سېکرېټري ونومولو. ټرمپ اراده لري چې د سېکیورټيز اېنډ اېکسچېنج کمېشن دپاره پال اېټکېنز نامزد کړي. اېټکېنزد کرېپټو کرنسۍ حمایتي دی.

Forum

XS
SM
MD
LG