لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دفاع وزارت دپاره د ټرمپ نامزد امیدوار به د سېنېټ کمېټۍ ته حاضرېږي


څلورڅلوېښت کلن هېګ سېت په کال ۲۰۰۵ کې په عراق او په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې ګمارل شوی و. هغه په پوځ کې د اعلا عهدې او د قومي سلامتیا یا د نېشنل سېکیورټي په اړه څه ډېره تجربه نه لري
څلورڅلوېښت کلن هېګ سېت په کال ۲۰۰۵ کې په عراق او په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې ګمارل شوی و. هغه په پوځ کې د اعلا عهدې او د قومي سلامتیا یا د نېشنل سېکیورټي په اړه څه ډېره تجربه نه لري

د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په خپله کابینه کې د دفاع وزیر د عهدې دپاره پیټ هېګ سېت نامزد کړی دی او د هغه تقرري د منظورولو یا د مسترد کولو په لړ کې به هېګ سېت د نهې، سه شنبې، په ورځ د سېنېټ کمېټۍ ته حاضرېږي.

هېګ سېت پخوانی پوځي او د ټېلې وېژن کوربه دی. په هغه د جنسي تېري او د زیات شراب څښلو الزامات لګول شوي د او په پوځ کې د ښځو د کردار، د اقلیتونو او د پوځي جرنېلانو په اړه د هغه ځېني بیانونه لانجمن ګڼل کېږي.

هېګ سېت د جنسي تېري الزامات رد کړي او ویلي يې دي چې که تقررۍ يې منظوره شوه نو شراب څښل به پرېږدي.

د هېګ سېت د تقررۍ په اړه اورونه به د سېنېټ د مسلح ځواکونو د خدماتو د کمېټۍ غړي سېنېټران کوي.

د ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې سېنېټ کوښښ کوي چې د جنورۍ په شلمه نېټه د صدر په حېث د ټرمپ د سوګند پورته کولو نه مخکې د هغه د کابېنې د ځینو غړو تقرري منظوره کړي، د دې باوجود چې د ريپبلېکن او هم د ډېموکرېټېک پارټۍ ځینې غړي د ځینو نامزد امیدوارانو د ګمارل کېدو مخالفت کوي.

deewa
deewa

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د هېګ سېت کنفرمېشن یا د هغه د تقررۍ د منظورېدو او یا د مسترد کېدو لاره د ټولو نه زیاته مشکله ده. که څه هم هغه د جنسي تېري الزامات رد کړي دي خو په اورونه کې به هغه مجبورول کېږي چې د جنسي تېري الزاماتو ته جواب ووايي. د پوځ په اړه د هغه ځېنې خبرې هم غېر معمولي دي خو د پخوانیو پوځیانو ځینې ډلې د هغه ملاتړ کوي، وايي د هغه پخوانۍ تېروتنې دومره اهمې نه دي څومره اهمه چې دا خبره ده چې هغه به پوځ تیار ساتلو ته توجو ورکوي.

د پېنتګان د مشرۍ دپاره د هغه د نامزدګۍ نه وړاندې هېګ سېت په کانګرس کې ډېر نه پېژندل کېدو. هغه فاکس نیوز چېنېل د یو پروګرام شریک کوربه و او د کال ۲۰۱۴ راهسې يې دې چېنېل سره کار کولو.

څلورڅلوېښت کلن هېګ سېت په کال ۲۰۰۵ کې په عراق او په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې ګمارل شوی و. هغه په پوځ کې د اعلا عهدې او د قومي سلامتیا یا د نېشنل سېکیورټي په اړه څه ډېره تجربه نه لري.

د هېګ سېت نه علاوه به د سېنېټ د توانای او د قدرتي وسایلو کمېټي به د ډپارټمنټ اف انټيریر یا د داخله چارو وزارت دپاره د نامزد امیدوار ډګ برګم د تقررۍ په اړه اورونه کوي.

برګم د نارت ډکوټا ریاست پخوانی ګورنر دی او د صدرات دپاره خپل کوښښ د ختمولو وروسته يې د ټرمپ حمایت کړی و.

ټرمپ برګم د نېشنل اېنرجي کاونسل نومې محکمې د مشرۍ دپاره هم نامزد کړی دی. ټرمپ ویلي کاونسل به کوښښ کوي چې د توانای په برخه کې امریکا په ټوله دنیا کې بالادستي ترلاسه کړي.

د سېنېټ په مختلفو کمېټو کې د کابیني دپاره د نامزد امیدوارانو نومونه د منظورېدو وروسته بیا رایو دپاره ټول اېوان ته وړاندې کړی شي او د سېنېټ غړي ې په ساده اکثریت منظوروي او یا مستردوي. د ټرمپ ريپبلېکن پارټي په سېنېټ کې اکثریت لري.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG