لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پېټریاس افغانستان کې پرمختگ سره د سختې جگړې خبرداری ورکړی


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نوي کمانډر ډیوډ پېټریاس ویلي په افغانستان کې پرمختگ روان دی خو نوموړي د طالبانو په مشرۍ کې د یاغیتوب پرضد سختې جگړې خبردارۍ ورکړی.

د زیارت په ورځ د بېلجیم په پایه تخت برسلز کې د ناټو ایتلافیانو ته افغان جگړې په اړه خپل پلان تېرولو په وخت جنرال پېټریاس وویل افغان تگلارې کې به کو م بدلون نه کېږي.
د ناټو د عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ښاغلي پېټریاس په عملیاتو کې د اولسی خلکو د ژوند ستانې ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه.
نوموړي وویل ترڅو چې کېدې د عام افغان وگړو ژوندون په خوندې ساتي. پېټریاس وویل هغه به دې ته بیا کتنه کوي چې افغان جگړه څنگه کېږي خو تگلارې کې کوم بدلون نه کوي.
د ناټو د عمومي منشي اندرس فوغ راموسن مطبوعاتي کانفرنس ته وویل چې د ښاغلي پېټریاس او د افغن تگلارې ملاتړ کوي. تمه کېږي چې ښاغلې پېټریاس به د جمعې په ورځ کابل کې د ناټو مرکز ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG