لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی ښايي پرمخته تللي ملکونو کې زیات خلک د چين په اړه منفي نظر لري


کرونا وایرس لومړی د چین په ووهان ښار کې موندل شوی و
کرونا وایرس لومړی د چین په ووهان ښار کې موندل شوی و

د کرونا وایرس د خپرېدو په مهال په نړیواله کچه ډیر خلک چین ته په منفي نظر کتنه کوي. دا خبره پېیو ریسرچ سېنټر نومې ادارې د یوې سروی یا نظر پوښتنې وروسته کړې ده.

ادارې ویلي په سروی کې یې د جون د میاشت نه تر اګست پورې په ۱۴ ملکونو کې د ۱۴۰۰۰ کسانو نه د ټېلې فون دلارې پوښتنې کړي دي.

پېیو ریسرچ سېنټر وویل په سروی کې د برخه اخیستونکو ۶۱ فیصد کسانو وویل د کرونا وایرس په اړه د چین اقدامات ناقص وو. ۳۷ فیصد کسانو د چین د ګامونو حمایت وکړو.

د چین په اړه د منفي نظر لرونکو خلکو زیاته شمېره په جاپان، سویډن او اسټرېلیا کې وه چې سرح یې ۸۰ فیصد وه.

د کال ۲۰۱۹ راهسې په اسټرېلیا کې د چین په اړه د خلکو منفي نظر زیات شوی دی. په کال ۲۰۱۹ کې ۵۷ فیصد اسټرېلوي شهریانو د چین په اړه منفي نظر لرلو خو پېیو ریسرچ سېنټر وايي په موجوده سروی کې په سلو کې یو اتیا کسانو چین ته په ښه نظر نه کتل. اسټریلیا د کرونا وایرس د خپرېدو په اړه د بې طرف تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او د دې وروسته د اسټرېلیا او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. چین د اسټرېلیا په وارداتو يا امپورټس ټېکسونه زیات کړي او د اسټرېلیا نه یې غوښې خریداري بنده کړې ده. د سروی ترمخه ۷۸ فیصد کسان دا باور نه کوي چې د چین صدر ژي جنپنګ به په نړیوالو چارو کې صحیح کار وکړي. پېیو ریسرچ سنېټر وايي سروی یې په برطانیه، بېلجیم، کېنېډا، ډېنمارک، فرانس، جرمني، اټلي، هالېڼد، جنوبي کوریا، سپېڼ او امریکا کې ترسره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG