لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایډورډز کالج کې دعمران خان جلسې په ټولنیزو رسنیو بحثونه راپارولي،چیف جسټس پرې هم اندېښنه ښودلې


تېره اوونۍ دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دپېښور‌ په ایډورډز کالج کې زده کوونکو ته وینا کړې وه اؤ د وینا په مهال یې خپل سیاسي مخالفین مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي خان په سپکو یا بدو نومونو یاد کړي وؤ
تېره اوونۍ دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دپېښور‌ په ایډورډز کالج کې زده کوونکو ته وینا کړې وه اؤ د وینا په مهال یې خپل سیاسي مخالفین مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي خان په سپکو یا بدو نومونو یاد کړي وؤ

دپېښور په تاریخي ایډورډز کالج کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان وروستۍ وینا په ټولنیزو رسنیو ناندرۍ راپورته کړې دي اؤ اوس دپېښور هایکورټ مشر قاضي هم تعلیمي ادارو کې په جلسو داندېښنې څرګندونه کړې ده.

دنهې په ورځ دپېښور هایکورټ مشر قاضي قیصر رشید ویلي تعلیمي ادارې باید دسیاست نه پاکې وساتل شي.

مشر قاضي ایډوکیټ جنرل یا ستر څارنوال ته امر کړی چې حکومت باید تعلیمي ادارو کې دسیاستونو په اړه دعدالت د اندېښنې نه خبر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دپېښور‌ په ایډورډز کالج کې زده کوونکو ته وینا کړې وه اؤ د وینا په مهال یې خپل سیاسي مخالفین مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي خان په سپکو یا بدو نومونو یاد کړي وؤ.

د عمران خان په دې وینا په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ اؤ دټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو ویلي وؤ چې تعلیمي ادارو کې داسې ویناګانې د زده کوونکو د ذهنونو خرابولو اؤ بداخلاقۍ لوري ته دمایل کولو په معنا عمل دی.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان هم دعمران خان په وینا سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې اوس به هغه هم په څلورم اکتوبر دغه کالج کې زده کوونکو ته وینا کوي.

تېره ورځ دایډورډز کالج دمرستیال پرنسپل په مشرۍ یوه جرګه ایمل ولي خان ته ورغلې ده اؤ هغه ته یې په کالج کې د وینا نه کولو خواست کړی دی.

ایمل ولي خان ویلي هغه دجرګې په غوښتنه په څلورم اکتوبر ایډورډز کالج کې خپله ټاکلې وینا ځنډوي خو وایي په بله یوه مناسبه موقعه به ضرور دغلته طالب علمانو ته وینا کوي.

دپېښور هایکورټ چیف جسټس یا مشر قاضي دنهې په ورځ ویلي هرکله چې یو فریق په تعلیمي اداره کې وینا کوي نو بیا به بل فریق هم غواړي چې دغسې عمل وکړي .

خو څارنوالې شمایل بټ عدالت ته ویلي چې هغه به حکومت ته دعدالت اندېښنه ورسوي اؤ په راتلونکي کې به په عدالتي احکاماتو ټکی په ټکی عمل کولی شي.

عوامي نیشنل ګوند په ټولنیزو رسنیو دعمران خان ایډورډز کالج د وینا هغه ځانګړې برخه هم خپره کړې ده چې پکې دی ایمل ولي خان په بد نوم یادوي اؤ بیا یې طالبعلمانو ته دخپل مشر خان عبدالولي خان (مرحوم) دتېر وخت هغه ویناګانې هم خپرې کړي چې پکې هغه طالبانو ته دسیاسي شعور اؤ دخاورې د وسیلو په هکله پوهاوی ورکوي.

خو دتحریک انصاف ګوند پلویانو بیا په ټولنیزو رسنیو دایمل ولي خان په هغو ویناګانو نیوکې کړي دي چې وخت په وخت یې هغه سیاسي جلسو ته کوي اؤ عمران خان پکې په بدو نومونو یادوي.

دخېبر پښتونخوا صوبې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی کامران بنګښ وایي تعلیمي ادارو ته د سیاسي مشرانو ورتګ اؤ هلته زده کوونکو ته وینا کول کومه نوې خبره نه ده اؤ که دکالج انتظامیه یا زده کوونکي یو سیاسي مشر راوبلي نو هغه کولی شي چې دغه کالج ته ورشي.

دپېښور یوې ځایي رسنۍ سره خبرو کې کامران بنګښ ویلي ایډورډز کالج ته دعمران خان د ورتګ نه وړاندې هم وخت په وخت ډیر ستر سیاستمداران لکه کاندهي جي،باچا خان، ولي خان، غلام احمد بلور اؤ نور ورغلي دي اؤ دغلته یې زده کوونکو ته ویناګانې کړې دي.

خو هغه وایي په بدو نومونو څوک مخاطب کول یوازې په تعلیمي ادارو کې نه بلکې په یو میدان کې هم نه دي کول پکار اؤ سیاست کې باید برداشت اؤ شایستګي وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG