د پېښور هایکورټ لارجر بینچ د قامي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو د سوګند ایسارولو په اړه یوه ورځ وړاندې ورکړل شوی خپل موقتي امر د مارچ تر 13مې نېټې غځولی دی.
د زیارت- پنجشنبې په ورځ د جسټس اشتیاق ابراهم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ د سني اتحاد کونسل له لوري د ځانګړو څوکیو د ویش لپاره عدالت ته د شوي خواست اورېدنه کړې اؤ د اټارني جنرل د نه شتون په اساس یې سټی ارډر یا موقتي امر تر 13م مارچ وغځولو.
تر دې وړاندې په تېره اورېدنه کې عدالت په مخصوصو څوکیو د منتخبو غړو تر نن ورځې د سوګند نه کولو امر کړی ؤ اؤ د الیکشن کمیشن نه یې ځواب غوښتی ؤ.
په نننۍ اورېدنه کې مرستیال سرکاري وکیل ثناء الله عدالت ته ویلي چې اټارني جنرل شره یې تماس نیولی خو هغه نن په سپریم کورټ کې بوخت دی.
مرستیال اټارني جنرل د ځانګړو څوکیو په معامله عدالت نه د نور مهلت ورکولو غوښتنه هم وکړه اؤ وي ویل چې د دوي د کیس د تیارۍ کولو لپاره هم وخت ته اړتیا لري.
په دې موقع د درخواست کوونکي وکیل قاضي انور عدالت ته ویلي چې نوی سرکاري وکیل به نن وګمارل شي اؤ له هغې وروسته به هغه دې کیس کې عدالت ته وړاندې کیږي.
عدالت د دواړو خواؤ له دریځ اورېدو وروسته د خواست نوره اورېدنه تر 13مارچ وځنډوله.
عدالت د قامي اسمبلۍ په ځانګړو څوکیو منتخب غړي په داسې حال کې له سوګند کولو منعې کړي چې ټاکل شوې ده پاکستان کې په نهمه فرورۍ د هیواد د نوي صدر په ټاکنه کې د پارلیمان غړي خپلې رایې کاروي .
د پاکستان الیکشن کمیشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو ویشلې وې چې سني اتحاد کونسل ددې فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته عریضه کړې وه.
د پاکستان د ایین له مخې هر ګوند چې په انتخاباتو کې څومره څوکۍ وګټي نو د هغې په تناسب سره ورته بیا په پارلیمان کې د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ هم ورکړل کیږي.
د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې وه اؤ له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وؤ خو بیا هم الیکشن کمشن دغه ګوند ته د ځانګړو څوکیو ورکولو نه انکار کړی دی.
تحریک انصاف ګوند تورو لګوي چې انتخاباتو کې ولس هغوي ته رائ ورکړي دي خو وایي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړل شوي اؤ د هغوي یو شمېر بریالي کاندیدان پاتې راوستل شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند په شمول د پاکستان ګڼ شمیر نور سیاسي ګوندونه هم انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي خو الیکشن کمیشن بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې انتخاباتو کې که چاته د درغلۍ شکایت وي نو هغوي دې خپله قضیه الیکشن کمیشن ته یوسي.
Forum