لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د ایکس د بندېدو په اړه له حکومتي ادارو جواب غوښتی دی


پېښور هایکورټ په ملک کې ټولنيزې رسنۍ ايکس [پخواني ټويټر] د بنديز پرضد په خواستونو د پاکستان له ټېلي کميونیکېشن اتارټي، مرکزي حکومت او نورو اړوندو ادارو نه جواب غوښتی دی.

په پاکستان کې له تېرې شاوخوا يوې میاشتې راهیسې د اېکس رسنۍ بنده شوې ده، خلک وایي د ايکس رسنۍ د بنديز له کبله معلوماتو ته په لاسرسي کې له ستونځو سره مخ دي۔

په پېښور هایکورټ کې نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد د ايکس رسنۍ د بنديز په ضد په خواست اورېدنه وکړه، عدالت وويل ملک کې د ايکس نه علاوه نورې ټولنيزۍ رسنۍ خلاصې دي.

په جواب کې یې درخواست ګزار وکيل وویل، ايکس يو عادي رسنۍ ده چې زياتره خلک يې د معلوماتو دپاره کاروي.

عدالت ته درخواست ورکوونکی وکیل نعمان محب کاکاخيل وایي درخواست یې د پاکستان آیین ته په کتو عدالت ته وړاندې کړی وو ځکه چې وایي د اېکس بندېدل معلوماتو ته د خلکو د رسایۍ د حق یا رايټ ټو انفارميشن سرغړونه ده:

"دا رايټ ټو لايف دي د هغه سرغړونه کوي ځکه چې د ژوند حق کې صرف زمونږ ژوند کول نه وي کله چې مونږ صرف څوک وژني نه ژوند کې چې کومه اساني راځي هغه هم رايټ ټو لايف کې راځي او په هغې کې انټرنيټ هم راځي او د انټرنيټ سره تړلې نورې اسانۍ پکې راځي او په دې کې د سپريم کورټ ډېرې فيصلې هم راغلې دي چې دا هر څه په راېت ټو لايف کې راځي".

په پاکستان کې د فرورۍ له 17مې راهيسې د ايکس رسنۍ تر اوسه معطله ده، خو تر اوسه پورې دا نه ده ښکاره شوې چې په پاکستان کې د ايکس سروس ولې تړل شوی دی ځکه چې حکومت هم په دې اړه څه سپناوی نه دی ورکړی.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هم څو ورځې وړاندې په دې باندې اندېښنه ښکاره کړې وه چې وایي یوه میاشت وشوه خو په پاکستان کې ایکس بند دی. ایمنیسټي له پاکستاني چارواکو د دې ټولنیزې رسنۍ د زر تر زره خلاصولو غوښتنه کړې وه.

له پېښور هایکورټ وړاندې په سیند هایکورټ کې هم د ايکس د بندېدو پرضد خواست شوی وو او عدالت په ټول ملک کې د دغه سروس د بيرته بحالولو امر کړی وو خو امر یې لا نه دی پر ځای کړل شوی.

څېړونکي وایي په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو قدعن څه نابلده خبره نه ده، ځکه چې د دوی په وینا په دې هېواد کې د قامې ګټو په نامه د ولس حقونه تل پامال کيږي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي، دا څه هغه شان جمهوريت نه دی څه ډول چې یې د دوی په ذهن کې يو فکر او یا ايډیا ناسته ده چې پکې د خلکو د جمهور حکومت وي:

"دلته کې د نېشنل انټرسټ [ملي ګټو] په نوم باندې د پبلک انټرسټ ذبح کيږي او دا نېشنل انټرسټ د ادارو مفادات دي، نو مونږ که وګورو د ادارو مفادات او د شخصياتو مفادات هميشه د خلکو په مفاداتو بريالي وي نو د هغه په بنياد د رياست مشینري د خلکو اوازونه غلي کوي".

د ډان ورځپاڼې د يو خبر ترمخه د پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو.

دغه خط د پي ټي اې وکيل په سیند هایکورټ کې جمع کړی دی خو د پاکستان د مواصلاتو مرکزي ادارې ټېلي کميونکيشن اتارټي تر اوسه لا ددې خط رسمي تصديق نه دی کړی.

د ډان د رپورټ ترمخه دوې ورځې وړاندې د پي ټي اې چېرمېن ريټاير مېجر جنرل حفيظ الرحمن ويلي وو چې داخله وزارت ورته د ايکس د بندولو دپاره څه ډول احکامات نه دي ورکړي.

قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده.

د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي".

د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG