لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور های کورټ فېصله افغانانو ته د پاکستان د شهریت لاره هواروي


د يو سل نهه افغانانو چې د پاکستانۍ ميرمنو سره يې ودونه کړي د خواستونو اوريدنه یې د تيري جمعي په ورځ د پيښور های کورټ جسټس ارشد علي او جسټس وقار احمد وکړه
د يو سل نهه افغانانو چې د پاکستانۍ ميرمنو سره يې ودونه کړي د خواستونو اوريدنه یې د تيري جمعي په ورځ د پيښور های کورټ جسټس ارشد علي او جسټس وقار احمد وکړه

د پيښور های کورټ د هغه کېس تفصیلي فيصله اورولي ده چې ترمخه به يې هغو افغانانو ته د پاکستان اورېجن کارډ ورکول کېږي چې د پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي. په دې کې افغان سړي چې د پاکستانۍ مېرمنو سره یې ودونه کړي او افغان مېرمنې چې د پاکستاني سړو سره يې ودونه شوي، شامل دي.

د صوبي ستر عدالت اړونده ادارو ته حکم کړی دی چې د دغو افغانانو د کېسونو د تصديق عمل دې د مهاجر ريکارډ په بنياد وکړي.

د پيښور های کورټ خپله تفصېلي فيصله د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع کړه چې په کې د پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کولو دپاره د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان د ويزي شرط کلعدم ټاکل شوی دی.

د پېښور های کورټ دغه فېصله د یو شمېر افغانانو په خواست اورولې چې د پاکستانۍ مېرمنو سره يې ودونه کړي دي.

د خواست کوونکو د وکیل نعمان محب کاکا خيل ترمخه عدالت وویل چې د پاکستانیو سره واده شوو افغانانو په اړه د معلوماتو تصدیق دې پاکستان د پي او سي کارډ دلارې وکړي او بيا دې ورته پاکستان اوريجن کارډ ورکړي.

د پاکستاني شهریانو په اړه د معلوماتو حکومتي ادارې نادرا د قانون ترمخه پاکستان اوريجن کارډ هغه سند دی چې لرونکی يې د ووټ او د پاسپورټ نه علاوه په پاکستان کې د حرکت، کاروبار، جايداد، د بېنک اکاونټ او د بچو د تعليم په شان اسانۍ ترلاسه کولی شي.

د يو سل نهه افغانانو چې د پاکستانۍ ميرمنو سره يې ودونه کړي د خواستونو اوريدنه یې د تيري جمعي په ورځ د پيښور های کورټ جسټس ارشد علي او جسټس وقار احمد وکړه.

قانون پوهان وايي کوم کډوال چې پي او سي يا پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کړي هغه څلور کاله پس د پاکستان شهريت د اخیستلو اهلیت ولري او د شهریت اخیستلو دپاره د پاکستان اړونده ادارو سره رابطه کولی شي.

های کورټ ته د خواست کوونکو بل وکیل سيف الله محب کاکاخيل

قانون پوهان وايي د پيښور هائي کورټ دا فيصله به د زرګونو په شمېره هغه افغان کډوالو ته اساني پيدا کړي چې د پاکستانۍ ميرمنو سره یې ودونه کړي او اولادونه به یې هم د ستونزو نه بچ شي.

پېښور های کورټ خپله تفصیلي فېصله په داسې وخت کې شایع کړې چې پاکستان نه د هغو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري چې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه، د سېپټمبر د میاشت د منځنۍ مودې راهسې د ۴۰۰۰۰۰ نه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې اوس هم دوه اشاره دوه مېلین هغه افغانان ژوند کوي چې قانوني اسناد لري چې په کې یو اشاریه څلور مېلین قانوني مهاجر هم شامل دي

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG