لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هوابازۍ وزیر د جعلي پایلټانو بیان دې پلټنې وشي، د پي آئي اې د کېبن کريو مشر وایي


په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (پی آی اې) د امریکا او انګلستان په ګډون په ډیرو هیوادونو لخوا د بندیزونو مسؤل ګرځولی دی
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (پی آی اې) د امریکا او انګلستان په ګډون په ډیرو هیوادونو لخوا د بندیزونو مسؤل ګرځولی دی

د يورپي یونین وروستو امريکې هم د پاکستان هوابازۍ قامي کمپنۍ (پي آئي اې) په پروازونو بندېز لګولی. له دې وروستو په دغه شرکت کې کارکوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان د هوابازۍ مرکزي وزير غلام سرور خان له خوا په قامي اسمبلۍ کې د ورکړل شوي بيان دې پلټنې وشي ځکه چې دغه بيان نه يواځې اداره بدنامه کړه بلکې اوس د پروازونو د بندېز سره هم مخ ده.

د دوی په وينا چې د يو وزير له خوا داسې بيانونه د بندېزونو سره سره قامي شرکت د مالي نقصان سره مخ کوي خو دوی دا هم مني چې په پي ايي ای کې غيرقانوني او جعلي بهرتۍ هم شوې دي.

د پي ايي ای د کېبن کريو اېسوسي اېشن مشر نصر الله افريدي وايي حکومت په خپله دې شرکت ته زيان رسولی، که چېرې داسې کومه ستونزه وې نو بايد دننه پلټنې يې شوې وې او په ضد يې ګامونه پورته شوي وو.
نصر الله افريدي وايي: "د يو شرکت خپل تن وايي چې په جعلي اسناد ا پايلټان بهرتي شوي نو د بهر هېوادونو له خوا به بندېزونه ضرور لګي.داسې کوم هېواد به وي چې په جعلي ډګرۍ بهرتي شوي جهاز الوځوونکي ته په خپل ملک کې د جهاز چلولو اجازه ورکړي، بايد دا په خپله کتل شوې وې او پلټنې يې شوې وې. اوس د دې بيان هم پلټنې پکار دي چې دغه وزير سم وايي که نه، چې دا هم ثابته شي چې ايا دا کوم پلان ؤ که رښتيا."

په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (پی آی اې) د امریکا او انګلستان په ګډون په ډیرو هیوادونو لخوا د بندیزونو مسؤل ګرځولی دی. شهباز شریف په خپل یو ټویټ کې لیکلي: " د یو شمېرهیوادونو لخوا په پی آی اې بندیز لګول شوی ، او امریکا وروستی دی ، د هوابازۍ وزیر لخوا د احمقه او بې فکرۍ ویناو نتیجه ده چې یواځې ځان د مسولیت نه بچ کول غواړي. وګورئ چې هغه د پاکستان نوم بدنامولو ترڅنګ د ټول الوتنې صنعت سره څه کړي دي".


څېړنې وايي د پاکستان قامي شرکت له وړاندې د تاوان سره مخ ده او اوس د جعلي اسنادو د الوځوونکو د خبرونو وروستو د مالي تاوان سره سره د بدنامۍ سره مخ شو.

د دې ترڅنګ اوس په هغه پايلټانو هم پوښتنې راولاړې شوي چې تعلق يې د پاکستان سره وي او د نورو هېوادونو په هوايي شرکت کې کار کوي. ځيني رپورټونه دا دعوې هم کوي چې په نورو هېوادونو کې د اسنادو پلټنې پېل شوې دي.

د پاکستان د هوابازۍ مرکزي وزير غلام سرور خان پاکستاني مطبوعاتو ته ويلي په دې کې هېڅ د شرم خبره نشته که دوي دا ووايي چې په شرکت کې په جعلي اسنادو پايلټان اخستل شوي دي. د نوموړي په وينا هغه ادارو او محکمو ته په درنه ګوري خو دا سياسي کړې شوې دي.

دا خبرونه او پوښتنې له هغې وروستو مخې ته راغلي چې امريکا د پاکستان د قامي شرکت پي ايي ای هغه اجازت نامې منسوخ کړې دي چې نېغ په نېغه به يې امريکا ته پرواز کولو.

له دې وړاندې يورپي يونين هم په پي ايي ای د شپږو مياشتو بندېز لګولی دی.

بل اړخ ته د پي ايي ای وياند عبدالله حفيظ وی او ای ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته وئيلی چې امريکا ته دا وخت پروازونه بند دي، تګ راتګ لا هم کم دی نو دوی ته د پروازونو ضرورت نشته او د جعلي اسنادو تعلق د محکمې نه بلکې د حکومت سره دی خو نوموړی وايي په اداره کې د اصلاحاتو عمل هم روان دی.

د ياد وړ ده چې د پاکستان د هوابازۍ مرکزي وزير غلام سرور خان پارليمان ته ويلي وو چې په ۷۴۰ پايلټانو کې ۲۴۰ پاکستاني پايلټانو په غېر مناسب ډول سندونه ترلاسه کړي دي.

د دې ترڅنګ په دې ورستيو کې مرکزي کابينې ته دا هم ويل شوي وو چې ۲۸ پايلټان د محکمې نه لرې کړی شوي او ۳۷ معطل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG