لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د احتجاج دویمه ورځ


په خېبر پښتونخوا کې د حکومت سره په ځينې مسلو د اختلافاتو په وجه شخصي سکولونو د نهې، سه شنبې، په ورځ هم د احتجاج په توگه تړل شوي وو او د لکونو په شمیره کې ماشومان په کور ناست وو.

حکومت ویلي د غیر حکومتي سکولونو جایزې مسلې به حل کوي خو داسې نشي کیدی چې شخصي سکولونو دې د قاعدې او قانون نه بهر وي.

صوبايي حکومت شخصي سکولونه منع کړي چې ماشومانو نه دې د اوړي د رخصتیو پوره فیسونه نه اخلي. حکومت دا هم وايي چې شخصي سکولونه ماشومانو نه د رخصیتو په مهال د سکول بسونو فیسونه هم نشي اخیستلی.

شخصي سکولونو د حکومت د دغه گام خلاف د پېښور هايي کورټ ته اپیل کړی و خو عدالت هم د سکول رېگولېټري اتاړي په حق کې فېصله ورکړې ده. اتارټي په صوبه کې د شخصي سکولونو د انتظام دپاره د حکومت قایمه کړی شوي اداره ده.

د شخصي سکولونو اتحاد د اتارټي د مشر په توگه چې کوم تن گمارل شوی دی د هغه هم مخالفت کوي.

د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان په سوشل میډیا یو وډیو جاري کړی دی چې هغه پکې وايي حکومت د شخصي سکولونو سره په جایزو مسلو خبرو او جاېزې مسلې حل کولو ته تیار دی خو داسې نشي کیدی چې د غیر حکومتي سکولونو د څارنې دپاره دې "قاعده قانون" نوي.

په خپل وډیو پېغام کې د تعلیم وزیر عاطف خان په اردو ژبه کې وايي "د سکولونو ځینې مالکان چې دا وخت احتجاج کوي، هغوي وايي چې زمونږ نه دې دا تپوس نه کیږي چې څومره فیسونه اخلوو، په کال کې څومره فیسونه زیاتوي یا خپلو استاذانو ته څومره تنخاگانې ورکوو یا د خپلې مرضۍ کتابونه ښایوو، څه قاعده قانون دې نه وي. نو داسې نشي کیدی."

د استازانو د احتجاج په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG