لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په یو کلي کې د چینايي کمپنۍ د مجوزه کارخانې په سر اختلافات راپورته شوي دي


په مېشېګن کې د لسیزو راهسې چینايي کمپینانو د موټرو په صنعت کې سرمایه کاري کوي نو ځکه هم داسې نه ښکارېده چې د ګوشن دا اعلان به لانجمن شي چې د مېشېګن په ګرین چارټر ټاون شېپ کلې کې به د بېټریانو د پورزو جوړولو کارخانه لګوي
په مېشېګن کې د لسیزو راهسې چینايي کمپینانو د موټرو په صنعت کې سرمایه کاري کوي نو ځکه هم داسې نه ښکارېده چې د ګوشن دا اعلان به لانجمن شي چې د مېشېګن په ګرین چارټر ټاون شېپ کلې کې به د بېټریانو د پورزو جوړولو کارخانه لګوي

په امریکا کې د چین د ګوشن نومې کمپنۍ څانګه د مېشېګن ریاست په یو کلي کې په بجلۍ د چلېدونکو موټرو بېټریانې جوړولو دپاره کارخانه لګول غواړي خو د کلي ځینې خلک د مجوزه کارخانې مخالفت او ځینې يې حمایت کوي.

د موټرو په صنعت کې چینايي کمپنۍ د لسیزو راهسې په مېشېګن کې کارخانې چلوي. د مېشېګن اکنامک ډوېلېپمننټ کارپورېشن ترمخه، په مېشګن کې چينايي کمپینو د اربونو ډالرو سرمایه کاري کړې او د زرګونو خلکو دپاره يې د روزګار موقعې پېدا کړي دي.

نو ځکه هم داسې نه ښکارېده چې د ګوشن دا اعلان به لانجمن شي چې د مېشېګن په ګرین چارټر ټاون شېپ کلې کې به د بېټریانو د پورزو جوړولو کارخانه لګوي او دا رنګ به داسې د روزګارونه هم پېدا شي چې مقامي خلک ورته ضرورت لري. ګوشن د چین د ګوشن هايي ټېک لمېټېډ نومې کمپنۍ په امریکا کې څانګه ده.

د امریکې او د چین په تعلقاتو کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او په نژدې وخت کې په امریکا کې د چین د جاسوسۍ پوکاڼۍ د راغورځول کېدو په شان د پېښو په سبب ځینې خلک په ګرين چارټر ټاون شېپ کې د چینايي کارخانې مخالفت کوي.

د مجوزه کارخانې په مخالفینو کې د ګرین چارټرټاوشېپ اوسېدونکی جېسن کروز هم شامل دی چې وي او ای ته يې وویل د ګوشن کارخانه به د هغه پوځي مرکز سره نژدې وي چې د تایوان عسکرو ته په کې تربیه ورکول کېږي.

تایوان د چین د ساحل سره نژدې خودمختاره جزیره ده چې چین يې خپل ملکیت ګڼي.

د ګرین چارټر ټاون شېپ بل اوسېدونکی کېلی کشوی مجوزه کارخانې نه یوازې د چارپيریال په اړه تشویش راپورته کړی بلکې دا چې د دې تړون به د چین د کميونسټ پارټۍ سره هم وي.

په شمالي امریکا کې د ګوشن نایب صدر چک تیلن د اپرېل په میاشت کې یوې عامې غونډې ته وویل چې په مجوزه کارخانه کې به چینايي شهریان کار نه کوي او په ماحول به د کمپنۍ اثرات د نیشت برابر وي. خو د ګرین چارټر ټاون شېپ اوسېدونکي کوري ري بو دپاره د تیلن خبره څه ډیره د اطمینان وړ نه وه.

کوري ري بو وویل که ګوشن امریکايي کمپني هم وه نو د هغې دپاره به د یوې کارخانې نه په درې ميله فاصله ژوند مشکل و.

د کمپنۍ دریځ اخیستلو دپاره ګوشن د وي او ای غوښتنونو ته جواب نه دی وېلی

جېم چېپ مېن د ګرین ټاون شېپ ناظم دی، وايي پوهيږي چې خلک په زرعۍ ځمکه کارخانه نه غواړي خو کمپني په مقامي معیشت کې د دوو بېلین ډالرو مالیت سرمایه کاري کوي او د ۲۳۵۰ روزګارونو لوظ يې هم کړی دی.

چېپ مېن خبرداری وکړو چې په داسې حال کې چې مېشېګن ریاست ګوشن ته د ۷۱۵ مېلین ډالرو مالیت مراعات ورکړي دي او ګرین چارټر ټاون شېپ د اګست د میاشت په شروع کې د منصوبې منظوري ورکړې ده، د کارخانې مخالفت به غوره خبره نه وي.

چېپ مېن وویل "په دې کې به نور شل کاله تېرېږي چې مونږ څوک ووینو چې زمونږ کلي ته راشي. او خلک به ولې راځي؟ خلک به ولې دلته راتلو دپاره پېسې، کړاو او وخت مصروفي چې د دې هر څه نه تېر شي. خلک به په خبله مخه ځي."

که په چاپيریال د مجوزه کارخانې د اثراتو د څېړنې رپورټ منظورشو نو چېپمېن وویل د کارخانې د جوړېدو کار به اینده کال شروع شي او په دوو کلونو کې به کارخانه پېداوار شروع کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کېرلېن کاله یوو د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG