لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي سوډان کې یوه وړه الوتکه لوېدلې، د تېلو د کمپنۍ 20 کارکوونکي پکې مړه شوي


په جنوبي سوډان لوېدلې الوتکه.
په جنوبي سوډان لوېدلې الوتکه.

د افریقایي هېواد جنوبي سوډان په یونیټي صوبه کې د تېلو د کمپنۍ یوه کوچنۍ الوتکه د چارشنبې- شورو په ورځ د تېلو د ذخیرې له هوایي ډګره د الوتو وخت لوېدلې ده، چې د ځایي چارواکو په وینا 20 کسان پکې مړه شوي دي.

د یونیټي صوبې د اطلاعاتو وزیر ګېتویچ بپل وایي، الوتکه سرښار جوبا ته روانه وه چې وغورځېده. هغه وایي په جهاز کې سپاره کسان د ګرېټر پاینېر آپرېټنګ کمپنۍ (جي پي او سي) د تېلو کارکوونکي وو.

ګرېټر پاینېر آپرېټنګ کمپنۍ په افریقایي هېوادونو خصوصاً په سوډان کې کارکوونکې د ګېسو او تېلو لویه کمپنۍ ده چې پکې د چین نېشنل پټرولیم کارپوریشن او د جنوبي سوډان سرکاري نیل پټرولیم کارپوریشن کمپنۍ هم پکې شاملې دي.

یونیټي صوبې د اطلاعاتو وزیر وایي، په الوتکه کې ټول 21کسان سپاره وو چې پکې 18 ځای پر ځای مړه شوي، دوو ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړې او د یو تن حالت لا هم د اندېښنې وړ دی. وایي په مړو کې دوه چینایي وګړي او یو هندی هم شامل دي.

د هېواد د پټرولیم وزیر پوت کانګ چول وایي، الوتکه د چارشنبې- شورو په سهار په ځایي وخت شاوخوا لس بجې د یونیټي ریاست د تېلو زېرمو ته نیزدې له الوتلو درې منټه وروسته وغورځېده.

د جنوبي سوډان صدر سلوا کیر ویلي، په مړو شویو کسانو کې انجنېران او تکنیکي کارکوونکي هم شامل دي او ژمنه یې کړې چې د پیښې د سبب معلومولو لپاره به بشپړې او چټکې پلټنې کوي.

په وروستیو کلونو کې په جګړه ځپلي جنوبي سوډان کې څو هوايي پېښې شوې دي. د 2018م کال په ستمبر کې هم یوې کوچنۍ الوتکې له جوبا ښاره یرول ښار ته د مسافرو وړلو په وخت لوېدلې وه چې پکې لږ تر لږه 19 کسان مړه شوي وو.

په 2015 کال کې هم د روس جوړه یوه بار وړونکې الوتکه چې مسافر پکې سپاره وو د جوبا ښار له هوايي ډګره تر الوتلو وروسته لوېدلې وه چې پکې 36 کسان مړه شوي وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG