لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف د قحط ځپلي تهر دپاره يو ارب روپو امداد اعلان کړی


وزيراعظم ته د تهرپارکر ضلعې په مرکز مټهې کې د احوال تېرولو په مهال د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ، مرکزي وزيراطلاعات پرويزرشيد او د سندهـ وزيراعلي قائم علي شاه هم موجود وو .
وزيراعظم ته د تهرپارکر ضلعې په مرکز مټهې کې د احوال تېرولو په مهال د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ، مرکزي وزيراطلاعات پرويزرشيد او د سندهـ وزيراعلي قائم علي شاه هم موجود وو .
د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د سندهـ ايالت قحط ځپلې سيمې تهر دوره کړې او د تهر دپاره يې د يو ارب روپو دامداد اعلان کړی دی . تهر هغه صحرائې سيمه ده چرته چې په ورستيو کې د خوراک د کمي او ناروغو له کبله په درځنونو خلک چې زياتره شمېره پکې د ماشومانو ده مړه شوي دي .
وزيراعظم نوازشريف ته نن د گل په ورځ د قحط ځپلي تهر د دورې په مهال سيمه کې د قحط او ناروغو له کبله د رامنځته شوي زاني زيان او په سيمه کې د پېل کړی شوؤ امدادي کارونو په اړه تفصيلي احوال تېر کړی شوی دی .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف د صوبې وزيراعلي قائم علي شاه ته وئيلي د هغو ادارو د چارواکو په ضد دې محکمانه کاروايې وکړی شي ، چا چې په سيمه کې په متاثره خلکو غنم نه دي وېشلي او په وخت يې د علاقې د خلکو د امداد دپاره گامونه نه دي پورته کړي .
وزيراعظم ته د تهرپارکر ضلعې په مرکز مټهې کې د احوال تېرولو په مهال د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ، مرکزي وزيراطلاعات پرويزرشيد او د سندهـ وزيراعلي قائم علي شاه هم موجود وو .
د سندهـ د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن د تفصيل تېرولو په مهال وئيلي تهر کې يواځې د خوراک د کمې نا ، بلکې د ناروغو له امله هم ماشومان او لويې کسان مړه شوي دي . نوموړي زياته کړې چې د تهر ۸۰ فيصده علاقه د وچ کالۍ سره مخ ده .
نوازشريف د امدادي روپو د اعلان سره سم دا هم وئيلي چې د مرکز او پنجاب حکومت سيمه کې د نورو امدادي کارونو دپاره هم تيار دي . نوموړي زياته کړې سيمه کې د بيا بحالۍ او د راپېښو ستونځو ختمېدو پورې به امدادي کارونه روان وي .
وزيراعظم د يو پوځي امدادي روغتون دوره هم کړې او وئيلي يې دي ، چې سيمه کې به روغتونونه شپه او ورځ خلاص وي .
له دې وړاندې د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري نن د گل په ورځ د تهر مرکزي روغتون مټهي ته ورغلی او د ناروغو تپوس يې کړی دی . تهر کې د وزيراعظم د دورې په مهال د سيکيورټۍ کلک گامونه پورته کړی شوي وو .
د ځائي ميډيا ترمخه د سندهـ ايالت صحرائي سيمه تهر کې د قحط او ناروغو له امله د ۱۰۰ نه زيات کسان مړه شوي چې زياته شمېره پکې د ماشومانو ده ، ولي صوبايې حکومت ادعا کوي چې په دوه مياشتو کې علاقه کې ۴۱ کسان مړه شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG