کراچۍ —
وزيراعظم نوازشريف وئيلي مونږ اوس هم په ملک کې د امن دپاره طالبانو سره مذاکرات کول غواړو. په روانو خونړو پېښو کې زمونږ خپلې غلطۍ شاملي دي ، مونږ له خپل گرېوان کې هم کتل پکار دي .
نوموړي دغه خبرې د جمعې په ورځ کراچۍ کې د رېنجر او پوليس چارواکو ، سوداگرو او خبريالانو سره د ليدو په مهال کړي دي .
سوداگرو سره د خبرو په ترڅ کې وزيراعظم نواز شريف وويل طالبانو سره د خبرو اترو دپاره مونږ پروگرام جوړ کړی وو ، زمونږ پلاوی تللو ته تيار وو خو په مينځ کې خلل راغلو .
نوموړي وويل " مونږ اوس هم غواړو چې طالبانو سره د خبرو اترو د لارې مسله هواره کړی شي ".
هغه وويل نه غواړو چې په ملک کې نور خلک ووژل شي او د وينو توئېدو لړۍ روانه وي . نوموړي وويل دغه مسله ډېره وړاندې هوارول پکار وو ولې داسې نه ده شوي .
وزيراعظم نواز شريف طالبانو سره د خبرو اترو دغه خواهش په داسې حال کې څرگند کړى چې د تحريک طالبان پاکستان نوي مشر مولوي فضل الله حکومت سره د روغې جوړې د خبرو نه انکار کړی ، او د طالبانو لخوا د حکومت په ضد د نوؤ انتقامي بريدونو د لړۍ پېل کولو وئيل شوي دي .
نواز شريف وويل مونږ وړاندې نه د ډرون بريدونو خلاف يو او دا د ملک د خودمختارۍ په ضد گڼو . خو نوموړي وويل په ملک کې چې د ترهگري او خونړو پېښو کومه لړۍ روانه ده ، مونږ له دا هم کتل پکار دي چې په دې کار کې زمونږ خپلې څومره غلطۍ دي .
دهغه په وينا مونږ ولې په هغه وخت د خپل کور خبر نه دی اخستى چې کله دغه کار پېل کېدو، او مونږ ولې د هغې عناصرو په شا ودرېدلي يو چې نن ترې زمونږ په خپل کور کې اور لگېدلی دی .
" زمونږ خپلې ډېرۍ غلطۍ او کوتاهۍ په دې کې شامل دي ، او بل ته د غلط وئيلو نه وړاندې دې خپل ځان خو سم کړو ".
نوموړي وويل وړومبى مونږ له په خپل گرېوان کې کتل پکار دي چې په داسې کولو کې زمونږ خپل څومره کرداردی .
هغه وويل په ځائې د دې چې مونږ په دغو خبرو ژړا کوؤ خپل کور جوړول پکار دي . او مونږ لگيا يو دې پله پوره هڅه کوؤ .
په دغه محال نوموړي وويل په قامي مسلو کې د ميډيا غټ کردار دی . د ميډيا څه طبقې خپلې زمه وارۍ خو ترسره کوي خو ځينې طبقو له د خپلو زمه وارو ډېر احساس پکار دی .
کراچۍ کې د روانو هدفي عملياتو په اړه وزيراعظم وويل مونږ د کراچۍ په مسله سياست نه کوؤ ، او نه دا په سياسي بنيادونو کولی شي په ښار کې بې طرفه عمليات روان دي .
" دا اپرېشن جرمونو کې دلاس لرونکو په ضد دی ، او که د جرائم پېشه ؤ تړاؤ د کومې سياسي ډلې سره وي نو د هغوۍ بچ کول نه دي پکار" .
نوموړي په روانو هدفي عملياتو د اطمينان څرگندونه کړې او وئيلي دي چې څومره جرائم پېشه نيول شوي دي ، اوس په دې خبره زور ورکول پکار دي چې دغه خلک عدالتونو ته وړاندې کړی شي او سختې سزاگانې ورته ورکړی شي ، چې نور خلک ترې عبرت واخلي .
وزيراعظم وئيلې ښار کې به هدفي عمليات تر هغې دوام لري ، څو پورې چې پوره امن نه وي په ځائې کړی شوی .