د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي حکومت يې د چينايي وګړو بشپړ حفاظت ته پورا پام کوي او د صوبو سره په ګډه به د چينايي وګړو د ژغورنې لپاره کوټلې پروګرام جوړوي.
د زيارت، پنجشنبې په ورځ د کابينې غونډې ته پخپله وينا کي وزير اعظم وويل په بشام کې د چينايي انجينيرانو په يو ځانمرګي بريد کي د وژنې وروسته ده په داسو کي د چين انجينيرانو او ماهرينو سره وليدل او زياته يې کړه پاکستان کي ميشت چينايانو ته به بشپړه سيکيورټى ورکولی شي.
د پاکستان د چين په غوښتنه د دې بريد د پلټنو لپاره يو ګډ ټيم جوړ کړی او وزيراعظم شهباز شريف ويلي بريد کونکي به د قانون منګولو ته راولي او ورته به سختې سزاګانې ورکوي.
څيړونکي وايي چين د سي پيک په پروژو کار کونکو چينايي وګړو د حفاظت لپاره د پاکستان د ګامونو نه مطمین نه ښکار او د دې لپاره به پاکستان ته کوټلي ګامونه اخستل وي.
خبريال او څيړونکی هارون رشيد په دې اړه وي او ای ډيوه ته وايي "په چينايي وګړو مخکښې هم داسې بريدونه شوي دي او ذمه وار يې معلوم نه دي٠ چين په دې اړه انديښنه لري او د دې بريد وروسته چين خپله د پلټنو ډله راوليږله. د بشام د بريد زمه واري هم چا منلې نه ده٠ د داخله چارو وزير د چين په سفارتخانه کې د چين نه راغلې د پلټڼو ډلې ته د دې پيښې د ابتداؽى پلټنو د احوال تيرولو د ويډيو نه داسې ښکارېده چې جينايي چارواکي د پلټنو نه مطمین نه دي."
هارون رشيد وويل د سي پيک غټه برخه په بلوچستان کې ده خو دغلته ځينې ځايي خلک ويره څرګندوي چې د دې پروژې په لار د دوى په وسایلو به قبضه اوشي او زياته يې کړه په دې پروژو کې ځايي خلکو ته تربيه او روزګار ورکول پکار دي او د ځايي خلکو شکايتونه حل کول پکار دي.
د رپوټونو له مخې په چينيانو وړمبی بريد په کال 2004 کي په ګوادر کې شوی و چې پکښې درې چينايي انجينيران وژلیذشوي وو. په چيناؽى وګړو زياتره بريدونه بلوڅ بيلتون خوښه ډلو او د داعش لخوا شوي دي.
په اپريل 2022 کي يوې بلوڅې ښځې په کراچۍ يونيورسټۍ کې ځان په بم والوزولو او دغلته يې د چينايي ژبې د زدکړې په سنټر کې کار کونکي درې استاذان ووژل.
په کال 2022 م کې په کوهستان کې په چينايي انجينيرانو په يو بريد کي د نهه انجينيرانو په شمول ديارلس تنان وژلي سوې وو او د هغې وروسته چينايي انجينيران واپس چين ته ستانه شوي وو.
د امنيتي چارو کارپوهان وايي تيره يوه مياشت کې چې پاکستان کي کومې ځانمرګې حملې شوي دي دا ډيرې د انديښنې وړ دي ځکه چې داسې حملې د دواړو هيوادونو تر منځ د تعلقاتو خرابولو توان لري.
د امنيتي چارو کارپوهه عبدالله په دې اړه وايي "په دي يوه مياشت کي په ګوادر کي د چينايي وګړو په ودانۍ بريد اوشو، په بلوجستان کي د سمندري ځواکونو دویم لوي هوايي مرکز په نخښه کړی شو، په مير على کي په پوځى چارواکو بريد وشو او اوس په بشام کي په چينايي انجينيرانو بريد اوشو او په دې يو مياشت کي دا څلورواړه بريدونه ځانمرګونکي ٶ."
د کال 2015 راهيسې په زرګونو سرتيرو باندې مشتمل د پاکستان د پوځ ځانګړي يونټ سره مقامي پوليس هم د سي پيک په پروژو کارکونکو چينيانو ته سيکيورټي ورکوي.
د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ په بشام کې په چينايي وګړو د شوي بريد په حقله ويلي چې قانون په ځای کونکې ادارې د دې پېښې پلټنې کوي او چې څنګه د پلټنو دا عمل پوره شي ميډيا به خبر کړی شي.
نوموړې پخپل اوونيز بريفنګ کې په ډاګه کړې ده که چيرې افغانستان په دې بريد کي ککړ اومندل شو نو پاکستان به دا معامله د هغوى سره ضرور راپورته کوي.
Forum