د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، وزيراعظم شهباز شريف به د شپږم نه تر اتم اپرېل پورې د سعودي عرب دوره کوي چې د وزیراعظم جوړېدو نه پس به سعودي عرب ته د شهبازشریف لومړی سفر وي.
د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د وزيراعظم سره سفر کې به د بهرنیو چارو، دفاع، خزانې، اطلاعاتو او د اقتصادي چارو وزيران هم مل وي.
د وزارت ترمخه، هیله ده چې وزيراعظم به د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان سره وويني، او دوه اړخيزه ګټو په مسلو به وغږيږي.
ویل شوي، دواړه مشران به د سيمه ييزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه هم يو بل سره نظرونه شريک کړي.
د پاکستان وزيراعظم د سعودي عرب سفر په داسې وخت کې کوي چې تېره مياشت د سعودي عرب د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د پاکستان په يوه ورځني سفر کې د وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منیر سره لیدلي وو او ورسره یې خپلمنځي اړیکو ته د ودې ورکولو په ګډون د ګډې خوښۍ په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.
د پاکستان د سرکاري میډیا د بیان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف او سعودي د دفاع د وزیر لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاع او امنیت په څانګو کې د اړیکو په پراخولو خبرې اترې شوې وې.
د څيړونکو په خبره، پاکستان د تېرې اوږدې مودې نه د اقتصاد او امنیت د مسلو سره مخ دی او دغه مسلې د شهباز شريف حکومت ته هم ور په غاړه دي.
د زيارت/ پنجشنبې په ورځ نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي، پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تياره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 ارب ډالر ترلاسه شي.
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف هم د آي ایم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په اړتیا ټینګار کړی خو ورسره یې دا په ډاګه کړې چې د نوي قرض پروګرام شرطونه به اسان نه وي.
شهباز شريف تېره میاشت د اقتصاد د ښه کولو په اړه ویلي وو، په پاکستان د قرضونو غر جوړ دی دا به ختمول وي، ټېکس به زياتول وي.
نوموړي په اسلام اباد کې يوې دستورې په وينا کې ویلي وو، په ګرانو تېلو د بجلۍ پېداوار به کمول وي، د ټېکس هدف نهه ټريلينه روپۍ دی، د ټېکسونو دپاره به ځانګړې پاليسي جوړول وي.
د شهباز شريف په خبره، "که اوس مونږ چرته کچکول هم نه وړو نو نور وايي چې کچکول یې په ترخ کې دی، په دې خبره په ګرېوان کې کتل پکار دي".
د ملک د خراب اقتصاد په اړه نوموړي ويلي، "قرضونه اخلو او تنخاګانې پرې ورکوو، تر څو به په دې قرضونو وخت تېرو".
کراچۍ —
Forum