د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف قوم ته په وېنا کې د کم امدن کورنیو سره د مرستو په لړ کې د 28 اربه روپو اعلان وکړو او د عمران خان په تېر حکومت یې سختې نيوکې وکړې.
شهباز شریف د جمعې په شپه (27 مې) ناوخته په ټیلي ويژن قام ته وېنا کې وويل، په سختو حالاتو کې يې د ملک واګې سمبالې کړي او وې وېل د عمران خان حکومت د ملک هره شعبه تباه کړې ده.
هغه د عمران خان د نوم اخستو پرته وویل، فسادي ذهن په ټولنه کې کرکه، غچ او قهر خور کړی دی.
په داسې حال کې چې عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه د وخت نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي او په 25 مې يې اسلام اباد ته لاريون هم کړی وو.
عمران خان د وزیراعظم شهبازشریف، د هغه ورور او پخواني وزیراعظم نوازشریف او په خپلو نور مخالفینو د کرپشن الزامات پورې کوي.
مخکنی وزيراعظم عمران خان تور لګوي چې د امریکا په سازش هغه د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، شهباز شریف وويل، د قومي سلامتۍ کمېټۍ يو ځل نه، دوه ځله ويلي چې سازش نه دی شوی.
شهباز شريف د انتخاباتو په اړه څه ونه ويل خو دا يې وويل چې پاکستان به د ايين ترمخه چليږي نه چې د يو تن په خوښه.
د شهباز شريف حکومت چې دوه ورځې وړاندې په ملک کې د تيلو بيعې سېوا کړي او يو ليټر تيل (پټرول، ډيزل) يې 30 روپۍ ګران کړي، د تيلو د ګرانۍ په وخت ویل شوي وو د نړيوالي مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) نه د پور/ قرض ترلاسه کولو دپاره ګام پورته کړی شوی دی.
نوموړي وزيراعظم وويل، د ايي اېم اېف سره ګرانه معاهده دوی نه ده کړې، سخت شرطونه وړانديني حکومت منلي، د ګرانۍ، زياتو قرضونو او معيشيت بربادولو زمه وار يې تېر حکومت ګرځولی دی.
هغه زیاته کړه تېر حکومت په خپل دور کې 20زره اربه روبۍ قرضونه اخستی دي، هغه وویل په زړه يې ګټه اېښودې او تیل يې 30 روپۍ ګران کړي دي، د نوموړي په وېنا په ګرده نړۍ کې د تيلو قيمتونه د اسمان سره خبرې کوي.
شهباز شريف وويل، د غريبو خلکو د تيلو د بوج څخه بچ کولو دپاره د 28 اربه روپو پېکج اعلانوي، او يو کروړ 40 لکه کورنيو ته به د میاشتې په سر دوه زره روپۍ ورکول کيږي او دا کورنۍ په اته کروړه کسانو مشتملې دي، هغه زیاته کړه دا مرستې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام نه علاوه دي.
په ملک کې د ترهګرۍ په اړوند وزیراعظم وويل، د ترهګرۍ فتنه بيا سر راپورته کوي، د صوبو سره په ګډه به په نيشنل اېکشن پلان عمل پېلوي.
هغه وويل، په تير حکومت کې د مطبوعاتو ازادي تروړل شوې، جرنلسټان د مشکلاتو سره مخ شوي، پاکستان د اظهار رای د ازادۍ په درجه بندۍ کې لاندې تللی دی، او د هغه حکومت د ميډيا د ازادۍ تروړلو د مقصد دپاره جوړ کړی شوی قانون ختم کړی دی.
عمران خان به د خپل حکومت په مهال په مطبوعاتو د بندیزونو خبره دروله او امریکې ته د یو سفر په مهال خو یې ویلي وو چې پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.
د عمران خان د تېر حکومت يو وزير اسد عمر د وزیراعظم د وېنا په غبرګون کې ویلي، دا خلک د حکومت اهل نه دي ورځ تر بلې ملک نور ډوبوي.