لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په خپله پوښته راپورته کړې چې "ترهګر بيرته چا راوستل؟"


وزيراعظم شهباز شریف وويل،"سوال اوس دا راپورته کیږي چې ترهګر بيرته چا راوستل؟ او څنګه داسې وشو چې دومره موده امن په ځای وو، قربانۍ ورکړی شوې بيا څنګه د پاکستان امن خراب شو او پښتونخوا د ترهګرو لاسو ته لاړه"
وزيراعظم شهباز شریف وويل،"سوال اوس دا راپورته کیږي چې ترهګر بيرته چا راوستل؟ او څنګه داسې وشو چې دومره موده امن په ځای وو، قربانۍ ورکړی شوې بيا څنګه د پاکستان امن خراب شو او پښتونخوا د ترهګرو لاسو ته لاړه"

څيړونکي وايي وزیراعظم شهباز شريف سياسي بيان ورکړی، پښتونخوا ته یې د پېسو ورکولو خبره کړې، د تحریک انصاف په تيرو حکومتونو یې نيوکې کړي او د ترهګرو بیرته راوستو پوښتنه یې کړې خو اصل خبره نه د پېسو ده او نه د ترهګرو بیرته راوستو، اصل خبره د پاکستان رياست له به د طالبانو او افغانستان باره کې پاليسي بدلول وي کومه چې نه د عمران خان په لاس کې وه او نه یې شهباز شریف جوړولی شي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د شورو/ چهارشنبې په ورځ مرکزي کابينې ته په وينا کې وويل،"سوال اوس دا راپورته کیږي چې ترهګر بيرته چا راوستل؟ او څنګه داسې وشو چې دومره موده امن په ځای وو، قربانۍ ورکړی شوې بيا څنګه د پاکستان امن خراب شو او پښتونخوا د ترهګرو لاسو ته لاړه، او که مونږ سمدستي قوي او مناسبه اقدامات ونه کړه نو د پاکستان نورو برخو ته به ترهګري خوره شي".

هغه وويل، د چا نوم نه اخلي خو و یې ویل "دا جهاديان دي او د پاکستان دوستان دي؟ چا ويلي وو چې دوی وسله اېښودې او د پاکستان په پرمختيا کې کردار ادا کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې نن یې ټول قوم زما او ستاسو او ټولو هغو مقتدره شخصياتو او ادارو نه کوي. نن دې په دې په ايجنډا خبرې وشي".

د پاکستان رياست به پاليسي بدلوي

څيړونکي اعجاز خټک وايي، "مرکزي حکومت به پېسې ورکړي وي غبن به هم پکې شوی وي خو خبره د پېسو نه ده خبره د پالیسۍ ده، هغه پاليسي نه شهباز شريف جوړوي او نه د عمران خان په لاسو کې وه، هغه [ترهګر] چا راوستل، افغان پاليسي د عمران په لاس کې نه وه، شهباز شریف سياسي بيان ورکړی، اصل مسله د وسلې نه ده پوليسو ته تربيت او وسله ورته پکار ده، خو پاکستان له به د طالبانو او افغانستان په باره کې پاليسي بدلول وي".

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "عمران خان او دا نور خو په افغانستان کې د طالبانو راتګ خوشالېدل بيانونه یې ورکول چې اسلام وګټله، نو دا د پاکستان د رياست هغه د افغان طالبانو او سخت دريځۍ پلوه پاليسي وه که سيويلين وه او که ملټري وه، چې دا به په بل ملک کې کيږي او دلته به نه راځي". نوموړي زیاته کړه "څو پورې چې هغه پاليسي نه وي بدله شوي، يواځې په پوليس د خرچې زیاتولو سره مسله نه حل کيږي".

او ډاکټر عرفان اشرف وايي "زمونږ ادارې ناکامه شوي دي" چې په پاکستان کې ترهګري ختمه.

د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي چې تراوسه دوام لري.

پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومتونو ته 417 اربه روپۍ ورکړی شوي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، مرکزي حکومت د اېن اېف سي اېوارډ لاندې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف حکومتونو ته 417 اربه روپۍ ورکړی شوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه پياوړي کړي د دې دپاره چې پوليس او سي ټي ډي له امنيتي الات او وسلې برابرې کړي.

مرکزي کابينې ته په وينا کې هغه وويل، نه ده معلومه چې د تحريک انصاف حکومتونو په دغو پېسو څه کړي دي.

هغه زياته کړه، بلې يوې صوبې ته په اېن اېف سي کې دومره پېسې نه دي ورکړی شوي څومره چې دوی ته ورکړی شوي دي.

د شهباز شريف په خبره، اوس ويل کيږي چې په صوبه کې د پوليسو سره الات او اسانتياوې نشته. هغه وويل حقايق ښکاره کول غواړي او د پاکستان تحريک انصاف حکومتونو چې ويلي فنډونه ورسره نشته دا په حقيقت سترګې پټې پټول دي.

وزیراعظم وويل، په ضرب عضب او ردالفساد کې ترهګرو ته سخته ضربه ورکړل شوې،په ترهګرۍ کې د پښتونخوا سياسي کورنۍ په نخښه شوي قربانۍ یې ورکړي دي هر څوک په نخښه شوي دي اوس بيا دا ناسور سر راپورته کوي.

د تحریک انصاف غبرګون

وي او اې ډیوه په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د تيرو حکومتونو د چارواکو سره د تماس هڅې کړي خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په تېر حکومت به نيوکې کېدې چې په صوبه کې په ترهګرۍ غلی پاتې دی، طالبانو ته قلنګونه ورکوي او سهولت کار یې جوړيږي، خو د تحریک انصاف حکومت به دغه تورونه ردول.

او په مرکزي حکومت به یې تور لګولو چې د صوبې سره د امنیت په لړ کې مرسته نه کوي او د صوبې واجبات نه ورکوي. خو اوسني مرکزي حکومت به ويل چې د صوبې سره د امنيت دپاره هر ډول مرستو ته تيار دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG