لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شهبازشریف: د بلوچستان په يو شمېر علاقو کې سېلابونو دلاسه 142 تنان مړه شوي دي


په خېبر پښتونخوا کې قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې مشر شريف حسېن وي او ای ډيوه ته وايي چې د متاثره خلکو سره د مرستو لپاره حکومت ټولو ضلعو ته 361 ميلينه روپۍ جاري کړي دي او کوم علاقې چې حساس دي نو هلته يې د خلکو خوندي کولو لپاره ځايونه هم ټاکلي دي
په خېبر پښتونخوا کې قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې مشر شريف حسېن وي او ای ډيوه ته وايي چې د متاثره خلکو سره د مرستو لپاره حکومت ټولو ضلعو ته 361 ميلينه روپۍ جاري کړي دي او کوم علاقې چې حساس دي نو هلته يې د خلکو خوندي کولو لپاره ځايونه هم ټاکلي دي

د پاکستان وزير اعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان قلعه سېف الله او چمن دوره کړې او ويلي دي چې د بارانونو او سېلابونو نه متاثره شويو کورنيو د امداد او د بيا بحالۍ لپاره به وفاقي او صوبايي حکومتونه په ګډه حڅې کوي.

په چمن کې د تقرير په مهال شهبازشریف ويلي چې د سېلابونو له ماله د بلوچستان په يو شمېر علاقو کې 142 تنانو ژوند د لاسه ورکړی، سلګونو خلک ژوبل شوي او په زرګونو شمېره کې کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د قلعه سېف الله په کېمپونو کې خوراکي توکي او د صفا اوبو د نيشوالي له امله د بلوچستان وزير اعلی عبدالقدوس بزېنجو ډپټي کمېشنر او ټوله عمله معطل کړېده کومه چې د ستائنې وړ ګام دی.

وزير اعظم محمد شهباز شريف وېنا وه چې په صوبه کې چرته چې مړي شوي دي هغوي ته د لس لس لکو روپو چيکونه ورکړل شوي دي او د اين ډي ايم ای لخوا به هم په راتلونکو 24 ګنټو کې چيکونه ورکړل شي کوم چې نن په قلعه سېف الله کي ورکړل شول او دا چې صوبه او وفاق شل لکه روپۍ به متاثرينو ته ورکوي۔

شهباز شريف زياته کړه چې کوم ژوبل شوي دي هغوی ته به دوه دوه لکه روپۍ او يا د هغې نه هم سېوا ورکول کېږي او چې کوم کورونه تباه شوي دي د هغوی مالکانو ته به پنځه لکه روپۍ ورکولې شي۔ هغه دا هم وويل چې کوم فصلونه تباه شوي

دي او څارويو ته زيان رسېدلې نو د هغې به هم په ګډه سروې کېږي او متاثرينو ته به معاوضه ورکولې شي.

وزيراعظم دا هم وويل متاثرينو ته د حکومت لخوا د خوراک، څښلو صفا اوبو، داروګانو خېمو او نور اړونده سامان ورکولو ترڅنګ د خلکو د علاج لپاره طبي مرکزونه هم جوړول کېږي.

د انګريزۍ ژبې ډان اخبار د رپورټ ترمخه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ګډون د هېواد په کچه تېره ورځ بارانو او سېلابونو له امله نور اته تنان مړه شوي او سړکونو او ودانو ته يې هم زيان رسېدلې دی.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې لخوا د جولايي په 31مه جاري شوی ښايي چې په داسې ډول پېښو کې د جون 14 مې نېټې راپدېخوا په پاکستان کې 434 تنان مړه شوي، 605 نور ژوبل شوي او د 36 زرو نه زياتو کورونو ته پکې زيان رسېدلې دی.

د اين ډي ايم ای د رپورټ ترمخه په سند کې 104 او په پنجاب صوبه کې 102 تنان د بارانونو او سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د موسمياتو محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه روانه مياشت به د خېبر پښتونخوا په ګډون سند، بلوچستان، پنجاب او د ملک نورو برخو کې وقفې وقفې سره د باران ورېدو امکان دی، اداره وايي خو د جولايي د مياشتې په پرتله به د بارانونو شدت کم وي.

د راپورونو ترمخه خېبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو څخه زیاتې متاثره شويو ضلعو کې صوابۍ، چارسده، کرک، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بره او کوز چترال، او کوهستان شامل دي۔ د اين ډي ايم ای په رپورټ کې دا هم شامل دي چې په خېبر پښتونخوا کې تر دې دمه 83 تنان مړه شوي او 183 نور ژوبل شوي او 3514 کورونو ته زيان رسېدلې دی.

په خېبر پښتونخوا کې قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې مشر شريف حسېن وي او ای ډيوه ته وايي چې د متاثره خلکو سره د مرستو لپاره حکومت ټولو ضلعو ته 361 ميلينه روپۍ جاري کړي دي او کوم علاقې چې حساس دي نو هلته يې د خلکو خوندي کولو لپاره ځايونه هم ټاکلي دي.

نوموړي دا هم وويل: " هغه سرکاري عمارتونه که سکولونه دي او که کالجونه ده چې په خوندي ځايونو باندې موجود دي د هغې مونږه نشاندهي کړې او د ضلعي حکومتونو سره مو مالومات شريک کړي دي، په هغې کې مونږه دا هم ښودلي دي چې په کومه ودانۍ کې د څومره تنانو د ځاۍ کېدو ګنجائش شته."

د موسمياتو محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه راونه مياشت به د خېبر پښتونخوا په ګډون سند، بلوچستان، پنجاب او د ملک نورو برخو کې وقفې وقفې سره د باران ورېدو امکان دی، اداره وايي خو د جولايي د مياشتې په پرتله به د باران شدت کم وي.

په دې حقله د خېبر پښتونخوا د موسمياتو محکمې مرستيال مشر عالمزېب خان وي او ای ډيوه ته وايي چې راتلونکو 24 ګنټو کې هم د باران امکان شته او بيا د اګست دوېمې نېټې نه په ټول خېبر پښتونخوا کې وقفې وقفې سره د بارانونو د لړۍ شروع کېدو امکان دی.

هغه زياته کړه چې په هزاره ډويژن، ملاکنډ ډويژن، ډي ايي خان، ټانګ، شمالي او جنوبي وزيرستان کې د تېز بارانونو امکان موجود دی.

د ډان اخبار د يو خبر ترمخه پرون د اتوار په ورځ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له وجې نور اته تنان مړه شوي او د دې ترڅنګ سړکونو او ودانو ته يې زيان هم رسولې دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG