د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ اخیستلو.
د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د اسمبلۍ سپيکر راجا پروېز اشرف وویل چې په وزیراعظم د اسمبلۍ ۱۸۰ غړو د اعتماد اظهار وکړو.
د رپورټ ترمخه، د اعتماد ووټ د کامیابۍ دپاره د ۱۷۲ غړو د رایو ضرورت و.
د وزیراعظم شهبازشریف د واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) ترجمانې میریم اورنګزېب په ټوېتر خپل پېغام کې وویل چې د په وزیراعظم د اعتماد د ووټ دپاره قرارداد خارجه وزیر او د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بهټو زرداري اسمبلۍ ته پېښ کړی و.
په قرارداد کې وېل شوي چې اسمبلي په وزیراعظم شهبازشریف د مکمل اعتماد اظهار کوي.
د حکومت مخالف پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخواني وزیر فواد چودهري د اعتماد ووټ د حکومت ناکامه بللې.
هغه وویل په اسمبلۍ کې د پي ټي ايي د ۲۰ غړو ووټونه د وزیراعظم په حمایت کې نه شي شمارل کېدی.
په اسمبلۍ کې د اعتماد د ووټ نه مخکې یوې سرچېنې د وي او ای اردو څانګې ته ویلي وو چې شهبازشریف فېصله کړې چې د قومي اسمبلۍ نه به د اعتماد ووټ اخلي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي