لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهبازشریف: عمران خان د سیاسي ګټلو لپاره د ملګرو ملکونو سره د پاکستان تعلقاتو نقصان رسوولی


شهباز شریف د عمران خان اعتراضونه په داسې وخت کې مسترد کړي چې سپريم کوټ احتساب قانون کې حکومتي بدلونونو په ضد د عمران خان د خواست اوريدنه کوي
شهباز شریف د عمران خان اعتراضونه په داسې وخت کې مسترد کړي چې سپريم کوټ احتساب قانون کې حکومتي بدلونونو په ضد د عمران خان د خواست اوريدنه کوي

وزير اعظم شهباز شريف ویلي چې پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د پاکستان ملګرو هيوادونو سره اړيکو ته زيان رسولى دی او شهباز شريف په نيب قانون کې د بدلون په سر د عمران خان اعترضونه هم رد کړى دي.

شهباز شریف د عمران خان اعتراضونه په داسې وخت کې مسترد کړي چې سپريم کوټ احتساب قانون کې حکومتي بدلونونو په ضد د عمران خان د خواست اوريدنه کوي.

د شهباز شریف د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وېنا کې دا خبره تکرار کړه چې عمران خان او د هغه تحريک انصاف ګوند د خپلو سياسي ګټو لپاره ملکي مفاد ته زيان رسولو باندى هم سرپه نه ده کړى چې له امله یې د پاکستان نيژدو ملګرو هېوادونو سره د پاکستان اړيکي په منفي ډول متاثره شوي دي.

شهباز شريف وویل په دې سازش کې د عمران خان د وزيران سره د هيواد صدر عارف علوي هم شامل و.

د شهباز شريف په خبره صدر عارف علوي د حکومت له خوا دپنجاب د ګورنر د ټاکلو او نورې سمريانې په مياشتو نه لاس ليک کوي خو د بهر ملکي سازش په اساس بغير د کوم ثبوت نه یې د عمران خان په سپارښتنه يو ساعت کې دننه د اسمبلۍ د ماتوولو منظوري ورکړې وه.

په وروسته ورځو کې د پخواني وزير اعظم عمران خان د خپل واکمنى په وخت د لوړ پوړي حکومتي چارواکي اعظم خان سره د خبرو آډيو ټيپ مخى ته راغلى و چې پکې دواړه په مبینه توګه سلاه کوي چې د عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک څنګه بهر ملکي سازش ثابت کړي.

وزير اعظم شهباز شريف زياته کړه مرکزي کابينى د دغه آډيو ټيپ د پلټونو منظوري ورکړې ده.

آمريکا په تکرار د عمران خان دا الزام رد کړی چې د هغه د حکومت په ختمېدو کې واشنګټن شامل و او پاکستان کې پوځي او سويليڼ چارو باندې ګډ کميټې هم د بې باورۍ تحريک په شا د مبینه بهر ملکي سازش امکان رد کړى دى.

خبري کانفرنس ته وېنا کې وزيراعظم شهباز شريف په احتساب قانون کې د حکومتي بدلونونو هم دفاع وکړه او دريځ یې خپل کړو چې په دې کې زياتره هغه بدلونونه دي کوم چې پخواني وزير اعظم عمران خان په خپله واکمنۍ کې د صدارتي حکمنامى د لارى نافذ کړي وو.

عمران خان او د هغه تحريک انصاف ګوند تور لګوي دغه بدلونونه واکمن اتحاد پي ډي ايم کې شامل سياستمداران په ضد د کرپشن مقدمو د ختموولو لپاره منظور کړى شوي دي.

سپريم کورټ د احتساب قانون کې د بدلونونو په ضد د عمران خان خواست د سماعت دپاره منظور کړى او اعلى عدالت هره ورځ د دې د اوريدنى فېصله کړې ده.


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG