لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف ويلي د ترهګرۍ نوغی به وباسي


شهباز شریف ويلي، "د صوبو سره په ګډه به د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي او د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به په نيشنل اېکشن پلان پوره عمل کولی شي"، نوموړي د امنیتي ځواکونو د قربانۍ ستاينه کړې ده
شهباز شریف ويلي، "د صوبو سره په ګډه به د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي او د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به په نيشنل اېکشن پلان پوره عمل کولی شي"، نوموړي د امنیتي ځواکونو د قربانۍ ستاينه کړې ده

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په بنو کې د ترهګرۍ د پېښو په سختۍ غندنه کړې او ويلي يې دي چې په ملک کې د ترهګرۍ او ګډوډۍ جوړوونکو نوغی به اوباسي.

شهباز شريف نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ [21 دسمبر] ويلي، ریاست به د کومې ترهګرې ډلې يا تنظيم په وړاندې ټيټ نه شي، د ترهګرو مخنيوي به د ايين او قانون د لارې کولی شي.

نوموړي ويلي، "مرکزي حکومت به د ترهګرو د بهرنيو سهولت کارو مخنیوي کوي، د امنيت بنيادي زمه واري د صوبو ده خو مرکزي حکومت به په دغو سختو مسلو سترګې نه پټوي".

شهباز شریف ويلي، "د صوبو سره په ګډه به د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي او د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به په نيشنل اېکشن پلان پوره عمل کولی شي"، نوموړي د امنیتي ځواکونو د قربانۍ ستاينه کړې ده.

د پاکستان صدر عارف علوي هم ويلي په بنو کې د ترهګرو کارروايي ناکامه کړی شوې او پرضد يې امنيتي ځواکونو کامياب عمليات کړي، هغه ورته مبارکي ويلې ده.

په 18 دسمبر د خېبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ پوځ په دغه مرکز عمليات کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې ګرفتار شوي دي.

پوځي وياند ویلي، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر وژل شوي دي.

مېجر جنرل احمد شریف د پاکستان شخصي ټیلي ويژن جیو نیوز سره په خبرو کې په بنو کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په اړه ویلي چې د دسمبر په 18مه په بنو کې 35 ترهګر د سي تي ډي کمپلیکس کې تر پلټنو لاندې وو په دغه مهال يې د يو اهلکار نه وسله تښتولې ډزې يې کړي، يو اهلکار پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی چې وروسته يې بيا ژوند د لاسه ورکړی دی.

چارواکو ويلي وو د وسله والو سره يې خبرې روانې وې او هغوی افغانستان ته د وتلو دپاره محفوظه لاره غوښته خو پرون بيا پوځ عمليات پېل کړي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG