لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف: د ايي اېم اېف شرایط د "تصورنه بهر" دي خو حکومت به یې مني


په ټېلې وژن نشر شوي د وزیراعظم شهبازشریف د خبرو په یوه برخه کې هغه وویل "زه به په تفصیل کې نه ځم خو زمونږ اقتصادي مشکل د تصور نه بهر دی. د ايي اېم اېف هغه شرطونه چې مونږ به یې منوو د تصور نه بهر دي. خو مونږ به دغه شرطونه منوو."
په ټېلې وژن نشر شوي د وزیراعظم شهبازشریف د خبرو په یوه برخه کې هغه وویل "زه به په تفصیل کې نه ځم خو زمونږ اقتصادي مشکل د تصور نه بهر دی. د ايي اېم اېف هغه شرطونه چې مونږ به یې منوو د تصور نه بهر دي. خو مونږ به دغه شرطونه منوو."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د ايي اېم اېف نه قرض حاصلولو دپاره به یې حکومت د مالياتي ادارې د "تصور نه بهر" شرطونه هم مني.

ای اېف پي خبري اداره وايي د انټرنېشنل مانيټري فنډ یو پلاوی د نهې، سه شنبې، د ورځې په پاکستان کې دی چې پاکستاني چارواکو سره د قرض د هغه قسط په اړه خبرې وکړي چې د تېرو څو میاشتو راهسې د ځنډ ښکار دی.

رپورټ وايي ايي اېم اېف د پاکستان نه غواړي چې ټېکسونه یا مالیا زیاته کړي او په ځینېو شیانو سبېډي یا د حکومت ریاعت ختم کړي، خو پاکستان تر اوسه دغه شرطونه نه دي منلي او ویره لري چې په اکتوبر کې د کېدونکو انتخاباتو نه مخکې به ولس د دغو شرطونو مخالفت وکړي او حکومت به مقبولیت بېلي.

په ټېلې وژن نشر شوي د وزیراعظم شهبازشریف د خبرو په یوه برخه کې هغه وویل "زه به په تفصیل کې نه ځم خو زمونږ اقتصادي مشکل د تصور نه بهر دی. د ايي اېم اېف هغه شرطونه چې مونږ به یې منوو د تصور نه بهر دي. خو مونږ به دغه شرطونه منوو."

ای اېف پي وايي د پاکستان اقتصاد دا وخت به بحران کې ښکیل دی، د زر مبادله ذخیره یې کمه ده، درانه بهرني قرضونه به ادا کوي او د کور دننه سیاسي او د امنیت حالات د کړکیچ سره مخامخ دي.

د پاکستان سټېټ بېنک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې د ملک د زرمبادله ذخیره 3.1 بېلین ډالر ته غورځېدلې ده او څېړونکي وايي دغه پېسې یوازې د دریو هفتو نه د کم وخت د درامداتو دپاره کافي دي.

ای اېف پي وايي د شورو، چهارشنبې، په ورخ شایع شوي معلومات ښښي چې په پاکستان کې دا وخت د افراط زر یا د ګرانۍ شرح 48 فیصد ده.

د اقتصادي بدحالۍ نه د بچ کېدو دپاره د ايي اېم اېف د پلاوي د رسېدو نه مخکې پاکستان ځینې اقدامات وکړل.

د امریکايي ډالر بلېک مارکېټ ختمولو دپاره حکومت په روپۍ بندیز لېرې کړو او په مصنوعي توګه ارزان تېل يې هم ګران کړل.

ای اېف پي وايي د ابادۍ په لحاظ د دنیا پېنځم لوی ملک د خوراکي شیانو او د دوایانو نه علاوه نورو درامداتو دپاره لېټر اف کرېډېټ نه جاري کوي چې په نتیجه کې یې د کراچۍ په بندر په زرګونو کنټېنرې د هغه شیانو نه ډکې پرتې دي چې ملک یې اوس د اخیستلو مالي توان نه لري.

څېړونکي عابد حسین ای اېف پي ته و ايي د ايي اېم شرایط منلو په نتیجه کې به پاکستان کې ګراني زیاته شي خو د دې نه علاوه پاکستان سره بله لار نه شته.

ای اېف پي وايي‌ د پاکستان اقتصادي مشکلات په ملک کې د سیاسي‌ کړکیچ عکاسي هم کوي او د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان په حکومت فشار اچوي چې د وخت نه مخکې عام انتخابات دې وکړی شي.

عمران خان په 2019 کې قرض اخیستلو دپاره د ايي اېم اېم سره مذاکرات وکړل خو ای اېف پي وايي خو بیا هغه د ايي اېم اېف سره د خپلو هغو وعدو نه په شا شو چې سبسېډیانې به ختموي او په ملک کې د ګرانۍ په ضد اخیستل شوي حکومتي ګامونه به بېرته اخلي او د دې په نتیجه کې د ايي اېم اېم قرض هم وځنډېلو.

ای اېف پي وايي په تېرو څو لسیزو کې پاکستان د ايي اېم اېف سره د 12 نه زیاتو لوظنامو خبرې کړي خو بیا یې لوظونه مات کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG