لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: حکومت به وسله والو ځواکونو ته د عملياتي چمتو والي دپاره ټول وسايل ورکوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د وزیراعظم شهبازشریف سره د هغه په دفتر کې د ملاقات تصویر
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د وزیراعظم شهبازشریف سره د هغه په دفتر کې د ملاقات تصویر

‏د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د کابينې د ځينو مهمو غړو سره راولپنډۍ کې پوځي مرکز (جي اېچ کيو) ته ورغلی، هغه او د کابينې ‏غړو یې د پوځي مشرتابه سره د ملي امنیت، سيمې د ثبات او پوځي تیاريانو په حواله بحث کړی دی.‏

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، وزيراعظم او د کابينې غړو ته په ملک کې روان امنيتي صورتحال، د ګواښونو، امنيتي ګواښونو ته د ‏ځواب ويلو، او ترهګرۍ ضد روانو عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی دی.‏

وزیراعظم شهباز شريف باور ورکړی، حکومت به د عملياتو چمتو کولو يقيني کولو دپاره ټول اړين وسايل ورکوي.‏

هغه زیاته کړې، د پاکستان عروج د ملک مقدر دی او پاکستان پرامنه عروج يقيني کولو کې د پوځ کردار نه شي کمول کېدی.‏

او د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، پوځ به د قوم هيلي پوره کوي او پاکستان ته د ورپېښو امنيتي مسلو په مخنيوي کې به د حکومت پوره ملاتړ ‏کوي. ‏

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پوځي مرکز ته په داسې وخت کې ورغلی چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې وخت ‏په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي، په وسله والو ځواکونو او پوليس اهلکارو بريدونه دوام لري او د پاکستان پوځ هم بيا وخت په وخت د وسله والو ضد د ‏عملياتو او وسله والو ته د مرګ ژوبلو اړولو دعوې کوي.‏

پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته مرکزي او د صوبو حکومتونه جوړ شوي، او د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور په ‏اسمبلۍ کې خپله لومړۍ کې ويلي وو، صوبې ته تر ټولو لویه مسله د ترهګرۍ ورپېښه ده.‏

ګنډاپور دوه ورځې وړاندې د وزيراعظم د شهباز شريف سره ليدلي، د صوبې د امنيت او واجباتو په موضوعاتو یې ورسره خبرې شوې وې او نوموړي دغه ‏ليدنې او خبرو ته مثبتې ويلې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG