لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: که مو‎ ګټلې رایې را نه کړ‎ل شي د پارلیمان پر ځای سوله ییز مزاحمت ته ځو


د پاکستان د ځینو نورو سیاسي ګوندونو غوندې په بلوچستان کې هم ملتپالو ګوندونو او سیاستوالو تور پورې کړی چې د انتخاباتو نتایج بدل کړی شوي دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي که د دوی د کره رایو په بنیاد نتایج وړاندې نه شي احتجاجي تحریک به پیل کړي.

محمود خان اڅکزي د فرورۍ پر نهمه ماښام په کوټه ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل،" زموږ‎ ګوند پښتونخوا ملي عوامي پر شپږ‎ ایالتي او درې قامي اسمبلیو زیاتې رایې اخیستې او ګټلې خو د دې پایلو د بدلېدو ھڅې روانې دي، له پرون ماښامه درې ځلې دا پایلې بدلې شوې دي".

ښاغلي اڅکزي وویل،" موږ‎ یوہ حلقه ګټلې او که مو ټولې ګټلې، الیکشن کمیشن دې ھغه ھم ھغسې اعلان کړ‎ي، د خېرات او رشوت پارلیمان نه قبلوو او نه دې پارلیمان ته ځو".

محمود خان اڅکزي د 10مې فرورۍ د غرمې تر 12 بجو پورې د انتخاباتو کمیشن ته وخت ورکړ چې د ریښتینو ووټونو په بنیاد کره نتیجې وړاندې کړي، که نه وي وایي له ھغه پس چې دوی څه ډول تحریک شروع کوي د دې فیصله به د ھغه ګوند کوي.

په ننني خبري کانفرنس کې محمود خان اڅکزي د پاکستان د پوځي ادارو پر ځینو ځایي افیسرانو تور پورې کړ‎ چې د پېسو په اخیستلو یې بلوچستان کې ځینې کاندیدان د دوی (پښتونخوا ګوند) او نورو کاندیدانو په مقابله کې د بریالي کولو پلان دی:

"دلته کاندیدان وایي ما پلانکي [پوځي افیسر] ته دوہ کروړ‎ہ، څلور کروړ‎ہ، لس کروړ‎ہ، ان شل کروړ‎ہ ورکړ‎ې دي، د پاکستان د پوځ مشر او چیف الیکشن کمیشنر څخه خواست کوو د دې پلټنې دي وکړ‎ي".

د اڅکزي د دې تورنو په ځواب کې تر اوسه پوځ او نه ھم کوم حکومتي چارواکي او یا ھم الیکشن کمیشن جواب نه دی ویلی.

محمود خان اڅکزي د پاکستان پر الیکشن کمیشن او پوځي ادارو دا تورونه په داسې وخت کې پورې کړ‎ي چې په بلوچستان کې زیاترہ قامپاله سیاسي او مذھبي ګوندونه پر احتجاج دي او پر الیکشن کمیشن د نتیجو د بدلولو تورونه پورې کوي.

په بلوچستان کې 51 صوبایي او 16 قامي اسمبلۍ حلقو انتخاب دی۔

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې بلوڅ قامپاله ګوندونه بي این پي مینګل، د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ګوند نېشنل پارټۍ، ھزارہ جمھوري ګوند، جمعیت علما اسلام (ف)، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، تحریک انصاف او ځینې ازاد غړ‎ي دا مھال پر احتجاج دي۔

یادو ګوندونو د کوټې ښار په ریډ زون زرغون سړ‎ک باندې احتجاجونه پیل کړ‎ي او له حکومتي او الیکشن کمیشن څخه د ریښتینو نتیجو د اعلان کولو غوښتنه کوي۔

په ږ‎وب او چمن او د صوبې په ځینې بلوڅي سیمو کې ھم د پایلو پر ضد عوامي نېشنل ګوند، ځایي اتحادونه او ازاد کاندیدان پر احتجاج دي او ځینې لارې یې ھم تړ‎لې شوې دي۔

په کوټه کې پر احتجاج نور سیاسي او مذھبي ګوندونو مشرتابه ھم د پایلو پر ځنډېدو او بدلېدو نیوکې کړ‎ې او دا یې د پاکستان د مستقبل لپارہ د تاوان وړ‎ عمل بللی۔

د بلوچستان الیکشن کمیشن نن یو تازہ بیان خپور کړ‎ی چې پکې لیکل شوي، "د ناامنۍ او لرې پرتو سیمو له کبله انتخابي پایلې ځنډېدلې دي".

الیکشن کمیش د یوہ سیاسي ګوند او کاندید د تورونو ځواب نه دی ویلی، خو وایي"د درو قامي او 35 صوبایي اسمبلیو پایلې اعلان شوې" خو نور تفصیل یې نه دی ورکړ‎ی.

د الیکشن کمیشن د غېر حتمي نتیجو پر اساس دا وخت په بلوچستان کې جمیعت علما اسلام (ف) اووہ، پاکستان پیپلز ګوند شپږ‎، پاکستان مسلم لیګ (ن) شپږ‎، باپ یا بلوچستان عوامي پارټۍ دوہ، عوامي نېشنل ګوند دوہ، بي این پي عوامي، ھزارہ ډیموګریټک یو یو صوبایي سیټ او ازاد کاندیدانو څلور سیټونه تر لاسه کري دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG