لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډېره اسماعيل خان پوليس: د تنکي ماشوم د وژنې او جنسي تيري په تور يو تن نيول شوی


د پوليسو يو افسر شبير حسېن تيره ورځ خبريالانو سره خبرو کې ويلي، نزدې اته کلن ماشوم حسن د بې درکه کېدو مقدمه يې د نومبر په 15مه د پروواه تاڼه کې درج شوې او بيا د ماشوم د لټون عمليات پېل کړی شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي، د اته کلن ماشوم هلک د وژنې او هغه سره د جنسي تيري په تور يې يو تن نيولی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

په ډیره اسماعیل خان کې د اته کلن ماشوم مړی په داسې حال کې موندل شوی چې د هغه نه سر غوڅ کړی شوی وو.

پولیس وایي داسې ښکاري چې ماشوم د جنسي تيري په مقصد نزدې خپلوانو بوتللی وو او په دې پیښه کې تورن یو تن يې نیولی چې د وژل شوي ماشوم خپلوان هم دی.

د پوليسو يو افسر شبير حسېن تيره ورځ خبريالانو سره خبرو کې ويلي، نزدې اته کلن ماشوم حسن د بې درکه کېدو مقدمه يې د نومبر په 15مه د پروواه تاڼه کې درج شوې او بيا د ماشوم د لټون عمليات پېل کړی شوي وو.

هغه ويلي، بيا دوه ورځې وړاندې د هغه مړی نزدې د ګنو د فصل نه په داسې حال کې تر لاسه شوی چې سر ترې پرې کړل شوی او په جسم یې د تشدد نورې نخښې هم وې.

هغه ویلي د وژل شوي ماشوم کورنۍ تور لګولی چې ماشوم د جنسي تېري په موخه د هغه نږدې خپلوان کامل له کور څخه تښتولی وو.

پوليس افسر دا نه دي ويلي چې نیول شوي تن دا جرم منلی که نه، خو زياته کړې يې ده چې په ميډيکل رپورټ کې د جنسي تيري ثبوتونه موندل شوي او د معاينې لپاره نورې نمونې اخستل شوي دي.

د پولیسو په افسر په خبره تورن کامل له 14 تر 15 کلونو پورې عمر لري او د وژل شوي حسن نزدې خپلوان دی. او د هغه کورنۍ په مدعيت کې درج شوې مقدمه کې دغه تن نومولی او د پيښې په اړه د ملزم نه نور تحقيقات روان دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې په کراچۍ ښار کې هم د يوې ماشومې جینۍ مړی ترلاسه شوی وو. پوليس ويلي دغه ماشومه هم په تشدد وژل شوې او په لومړو پلټنو کې معلومه شوې چې جنسي تيری پرې شوی او بيا وژل شوې وه.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، داسې پېښې کېدل د دې څرګندونه ده چې په پاکستان کې ماشومان غېر محفوظ دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، ناپوهي زیاته ده بې روزګاري ده خلک په ماشومانو پاملرنه نه کوي او په نظام کې ځینې کمزورۍ دي د کوم په وجه چې په داسې پېښو کې اکثره تورن کسان خوشي کيږي چاته سزا نه مېلاويږي.

هغه زياته کړه د ماشومانو په حقونو دې پوهاوی خور کړی شي، د ماشومانو ژغورنه دې وشي او د ماشومانو سره د هر ډول تشدد او تيري پرضد جوړ قوانین دې په عمل کې راوستل شي کنه دا حالات به هم داسې روان وي.

د بشري او ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، په ملک کې قوانين موجود دي خو په دغه ډول پېښو کې د کمزورو پلټنو له امله په پېښو کې تورن کسان اول خو معلوم نه شي او بيا که معلوم شي د کمزورو شهادتونو له امله د عدالتونو څخه خوشي شي.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل د ستمبر په مياشت کې ويلي وو چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد دننه په 2211 ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

ساحل ویلي وو د تېر کال 2021 په پرتله د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې د ماشومانو ضد د جنسي تېريو په پېښو کې 17 فیصدي اضافه په ګوته کوي.

ساحل په خپل رپورټ کې زياته کړې وه، د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 802 ماشومان تښتول شوي او ددې ترڅنګ 243 ماشومانې جینکۍ او 298 تنکي هلکان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي دي.

د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 17 هلکان او 13 انجونې د جنسي تېريو وروسته وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG