د هندوستان د انتظام لاندې د کشمیر پولیس د جمعې په ورځ وویل امنیتي ځواکونو په کولګام ضلع کې پينځه وسله وال وژلي دي.
پولیس وویل د کولګام ضلعې په یو کلي کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع امنیتي ځواکونو محاصره وکړه. د محاصرې وروسته د امنیتي ځواکونو او د وسله والو د ډزو تبادله شروع شوه چې د جمعې د ورځ پورې یې دوام لرلو.
پولیس په یو بیان کې وویل په جګړه کې پينځه وسله وال ووژل شوو. پولیس وویل وژل شوي وسله وال په ملکي کسانو او حکومتي ځواکونو په یو شمېر حملو کې ککړ وو.
د پولیس د دعوې په ازاده توګه تصدیق نه دی شوی.
مقامي اوسېدونکو وویل په جګړه کې ځواکونو د ملکي کسانو دوه کورونه په چاودېدونکو موادو تباه کړل. بل کور ته جزوي نقصان رسېدلی و.
پولیس وویل د وژل شویو وسله والو څخه لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان وو او درې نور تېر کال باغیانو سره شامل شوي وو.
په کولګام کې د ترهګرۍ ضد د عملیاتو نه دوه میاشتې مخکې په اننتناګ ضلع وسله والو سره جګړه کې درې هندي عسکر او دوه وسله وال وژل شوي وو.
په اېټمي وسلو سنبال ګاونډي ملکونه هندوستان او پاکستان په ټول کشمیر د ملکیت دعوه کوي.
د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې وسله والې ډلې د 1989 راهسې د هند د واکمنۍ په ضد جنګېږي، غواړي کشمیر ازاد او یا یې د پاکستان سره الحاق وکړي. د کشمیري مسلمانانو اکثریت د وسله والو د هدف حمایت کوي.
نوی دلی په دې خبره ټینګار کوي چې په کشمیر یاغيتوب د پاکستان په ملاتړ کېدوونکي ترهګري ده. پاکستان دا خبره ردوي او د کشمیریانو اکثریت دا د ازادۍ قانوني کوښښ بلي.
په 2019 کې نوي دلي د کشمیر نیم خودمختاره حېثت ختم کړو او د اختلاف او د شهري او د مطبوعاتو د ازادیو خلاف یې ګامونه او د ترهګرۍ خلاف اپرېشنونه یې زیات کړل.
Forum