لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د نامعلومو وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی دی


عکس په تېره فرورۍ میاشت کې په ډېره اسماعیل خان کې په پولیس تاڼه د برید په نتیجه کې د وژل شوي پولیس دی.
عکس په تېره فرورۍ میاشت کې په ډېره اسماعیل خان کې په پولیس تاڼه د برید په نتیجه کې د وژل شوي پولیس دی.

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې نامعلومو کسانو د پولیس یو عسکر په ډزو وژلی دی.

پولیس ددې پېښې پخلی کوی او وايي دا پېښه د ډیره اسماعیل خان کلاچۍ سیمه کې شوې ده.

د کلاچۍ پولیس تاڼې چارواکي وايي محمد بخش نومي پولیس عسکر د کلاچي تحصیل په چوک یادګار شهدا سیمه کې په ډیوټۍ مامور و چې په درېوؤ موټر سایکلو سپاره نامالوم کسان راغلي او په هغه یې د ډیوټۍ پرمهال ناتاره ډزې کړې دي.

د پولیسو له مخې ،د پېښې رامنځته کېدو سره سم پولیس د پېښې ځاي ته رسیدلي او ټوله علاقه یې په ولکه کې اخستې ده.

په سمدستي توګه ددې پېښې زمه داري چا نه ده منلې خو پولیس وايي ټوله سیمه کې یې ناکې لګولي او د برید کوونکو پرضد یې د لټون عملیات پیل کړي دي .

ډیره اسماعیل د صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور پلارنۍ ټاټوبی دی او پرون هم د ډېره اسماعیل خان تحصیل کلاچي کې ځایي اوسېدونکو د ناامنۍ پرخلاف احتجاج ‏کړی او په علاقه کې د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې وه.‏

د ځايي خلکو وینا وه په دې وروستيو کې علاقه د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر مینځ د جګړې میدان جوړ شوی او دوی په علاقه کې عادي ژوند نه کوي.‏

په دې وروستیو کې چې پاکستان په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې،د شپې د صوبې په مرکزي ښار پېښور کې په يو وسله وال بريد کې دوه پولیس وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

د اتوار/يکشنبې په ورځ هم پېښور کې ‏په يوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.‏

د اتوار په ورځ په نوښار کې هم يو پوليس اهلکار په ډزو وژل شوی وو.‏

د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د پېښې غندنه کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لارښوونه یې کړې وه.‏

نوموړي د وزيراعلا جوړېدو سره سم خپله لومړۍ وينا کې ويلي وو، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، زما يقين او امېد دی چې ‏خدای تعالی به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې ‏قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو"

څېړونکی وایي د تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت ریکارډ ته په کتلو سره هیله نه کوي چې د علي امین ګنډاپور حکومت به د ترهګرۍ په مخنیوي وتوانیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG