لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: په امنيتي پوسته وسله وال بريد کې یو پوليس وژل شوی


د سږکال د جولای د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې په پېښور کې د یوې ځانمرګې چاودنې وروسته پولیس امنیتي انتظامات برابر کړي دي
د سږکال د جولای د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې په پېښور کې د یوې ځانمرګې چاودنې وروسته پولیس امنیتي انتظامات برابر کړي دي

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتوخوا په خېبرضلعه کې تېره شپه ناوخته د پوليسو په يوه پوسته وسله والو بريد کې يو پوليس وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بريد زمه واري منلې ده.

د خېبر پوليسو ويلي، دا بريد تېره د علي مسجد په علاقه کې د شپې ناوخته شوی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليسو ويلي، د علي مسجد په علاقه کې په لاله کنډاو چيک پوسته د ترهګرو په حمله کې کنسټېبل (سپاهي) مجيب الرحمان زړوره مقابله کړې، وژل شوی دی.

ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.

پرون د افغانستان پولې ته څېرمه پرتو د خېبر پښتونخوا قبایلو ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې په یوه ورځ دوه بمي چاودنو کې د دوو پوځيانو او یو قبایلي مشر په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

تر دې پېښو وړاندې هم په باجوړ کې په یوه ورځ دوه بمي چاودنې شوې وې چې دوه کسان پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د يادو دواړو چاودنو زمه واري داعش منلې وه.

نګران وزیراعظم انوار الحق په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي، تر څو چې ملک نه د ترهګرۍ نوغی په بشپړ ډول ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG