لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت ضلع کې د پولیس افسر او د هغه محافظ په حمله کې وژل شوي


په لکي مروت کې په پولیس د تازه حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره څه موده کې په سیمه کې په پولیس نورې حملې شوي دي
په لکي مروت کې په پولیس د تازه حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره څه موده کې په سیمه کې په پولیس نورې حملې شوي دي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د پولیس یو لوړ رتبه افسر او د هغه محافظ د ډزو په حمله کې وژل شوي او یو بل پولیس عسکر زخمي شوی دی.

د پولیس سرچینو ترمخه، ډي اېس پی ګل محمد خان او د هغه سره نور پولیس عسکر د جمعې په ماسخوتن

د معمول په ګزمه وو چې د لکي مروت په مځینواله چوک کې په نامعلومه کسانو ډزې وکړې.

پولیس سرچینو وویل ډي اېس پي ګل محمد خان او د هغه پولیس محافظ په موقع ووژل شوو.

بلخوا، د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د پولیو ټیمونو په تحفظ ګمارل شوی یو پولیس عسکر په ډزو وژل شوی دی.

په لکي مروت کې په پولیس د تازه حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره څه موده کې په سیمه کې په پولیس نورې حملې شوي دي او کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی دی.

حکومتي چارواکي وخت په وخت په سیمه کې د وسله والو خلاف د عملیاتو خبرونه هم ورکوي.

تېره میاشت د لکي مروت پوليس وویل د پولیس د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي او نورو امنيتي ځواکونو په ګډه عملیاتو کې د ټي ټي پي د انتهايي مطلوب کمانډر په ګډون درې "ترهګر" ووژل. د پولیس په قول دغه عملیات د لکي مروت په عبد الخېل او شاه حسن خېل ته نیزدې سیمه ‏کې وشول.

په عبد الخېل او شاه حسن خېل کې د عملیاتو په اړه پولیس په خپل بیان کې وویل د عملیاتو په وخت د ترهګرو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې درې ترهګر ووژل شوو. خو د ډزو په تبادله کې ‏امنیتي ځواکونو ته د کوم تاوان اوښتو په اړه څه نه وو وېل شوي.‏

سي ټي ډي د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د محمد زبیر، فیصل او د جواد په نومونووکړه چې د لکي مروت اوېدونکي دي او تړاو یې په مبینه توګه د ‏تحریک طالبان پاکستان سره دی.

تحریک طالبان پاکستان په لکي مروت کې د تېرې میاشت د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو دا کالعدم ډله وخت په وخت په امنیتي ځواکونو د حملو او د ورته د نقصان رسوولو دعوې کوي.

په جنوبي وزیرستان کې د پولیس عسکر د وژنې په اړه د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر فرمان الله دفتر چارواکي وايي دا پېښه د رغزی تاڼې په ماڼه سیمه کې شوې.

ماڼه سیمه د افغان پولې ته جغت بیرمل تحصیل کې موقعیت لري

د پولیسو په وینا پولیس عسکر رحیم الله په سیمه کې د پولیو د څارنې ډله ایل کیو ای ایس په ساتنه مامور و چې په یو موټر سایکل سورو نامعلومه کسانو پې ډزۍ وکړې. تر دا مهال چا د برید زمه داري نه ده منلې.

چارواکي وايي ایل کیو ای ایس یوه غیر دولتي اداره ده د صحت څانکې سره په مرسته په سیمه کې د پولیو ټیمونو جاج اخلي چې هغه د کمپاین پرمهال متلقه سیمو ته رسدلي او که نه. یا کوم ماشومان د پولیو څاڅکي نه پاتي شوي خو نه دي.

د ترهګرۍ پرضد پولیسو یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل دا ترهګري پېښه ده او د برید کونکو پرضد یې پلټنې پیل کړې.

د صوبې په جنوبي ضلعو ټانک، بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دې تیره یو اونۍ کې په پولیس پینځه بیلا بیل بریدونه شوي چې پکې د پولیس دوو افسرانو ( انسپکټر او ډیپټي انسپکټر) په ګډون پینځه پولیس اهلکار وژل شوي دي.









  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG