لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې بل پولیس افسر وژل شوی دی


دسرچينو وينا ده چې دخېبر ضلعې دباړې برقمبرخيل سيمه کې نامعلومو وسله والو په په یو پولیس افسر سب انسپکټر اندازګل هاغه مهال ناتاره ډزې وکړې چې هغه له کور څخه ډيوټۍ ته روان ؤ
دسرچينو وينا ده چې دخېبر ضلعې دباړې برقمبرخيل سيمه کې نامعلومو وسله والو په په یو پولیس افسر سب انسپکټر اندازګل هاغه مهال ناتاره ډزې وکړې چې هغه له کور څخه ډيوټۍ ته روان ؤ

دخیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې پولیس چارواکي وایي دغلته د هدفي وژنې یوه بله پېښه کې یو بل پولیس افسر وژل شوی چې دې سره دتېرو څو اوونیو په خیبر کې مهال هدفي وژنو کې دوژل شوؤ پولیسو شمیره څلورو ته رسیدلې ده اؤ ورسره دپولیسو په جامه کې یو عام تن هم وژل شوی دی.

دسرچينو وينا ده چې دخېبر ضلعې دباړې برقمبرخيل سيمه کې نامعلومو وسله والو په په یو پولیس افسر سب انسپکټر اندازګل هاغه مهال ناتاره ډزې وکړې چې هغه له کور څخه ډيوټۍ ته روان ؤ.

دوسله والو په ډزو پوليس افسر وړومبی سخت ژوبل شوى ؤ خو دعلاج لپاره روغتون ته دوړل کیدو په مهال یې زخمونو دلاسه ساه ورکړه.

په کال 2014م کې د خیبر ضلعې ترهګرۍ ځپلې سیمه باړه کې د پوځي عملیاتو اؤ دغلته د زرګونو په شمیر کې د کډوالو دبیرته ستنېدو نه پس ځایي اوسېدونکي وايي خلکو دخپل ژوند ژواک دسر دوباره فعالولو هلې ځلې پیل کړې وې چې اوس بیا د پولیسو هدفی وژنو اؤ د نامعلومه کسانو له خوا د ځایي اوسیدونکو نه د قلنګ غوښتنو دباړې تحصیل اوسیدونکې د ویرې اؤ اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې ګڼ شمیر پولیس عسکر په خېبر کې په هدفي وګه وژل شوي خو د حکومتی چارواکو په وینا تر اوسه هیچا ددغو پېښو پړه پغاړه نه ده اخستې اؤ نه تر اوسه په ددغو پېښو په تړاؤ څوک نیول شوي دي.

د پولیسو په ضد ددغه رقم خونړیو بریدونو کې د زیاتوالي په اړه چې وي او ای ډیوه د خیبر ضلعې دپولیسو مشر محمد عمران سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې دغه قسمه بریدونه یوازې په خیبر کې نه بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې اؤ بیا په سر ښار پیښور کی هم مخې ته راغلي دي.

هغه ویلي په باړه کې شوؤ هدفي پېښو پلټنې دوام لري اؤ ځینې مشکوک کسان هم نیول شوي چې تحقیقات ترې روان دي اؤ هیله ده چې ددغو تحقیقاتو په نتیجه کې به اصل ککړ کسان هم ونیولی شي.

"مونږ دا کله هم نه شو ویلی چې ګنې ترهګري به په مکمله توګه ختمه شی اؤ ورسره دا هم منل پکار دي چې تندلاري اؤ ترهګر اوس هم موجود دي خو مونږ به ددې په ضد خپل عملیات جاری ساتو"

د جمعې د ورځ پېښې په اړه د خیبر دپولیسو ویاند ظهیر خان نه وپوښتل شول چې ولې ځایي پولیس د خپل ځان اؤ د سیمې امنیت پر ځائ ساتلو کې ناکامه پاتې شوي؟ نو هغه وویل چې که څه هم پخواني خاصه دار اوس په پولیسو بدل کړئ شوي خو تر اوسه په ځایي پولیس کی د صوبې د نور پولیس فورس په څېر هاغه قسمه نظم اؤ طریقه کار نه دی راغلی کوم چې د هغوئ د وظیفو تقاضه ده نو ځکه هغوئ په اسانۍ سره نخښه کولی شي.

دوه ورځې وړاندې د خیبر پولیس ته د خپل ځان دتحفظ اؤ د سیمې دامنیت دټینګښت په اړه کلک هدایات ورکړل شوی وو اؤ ورسره دوئ ته دا هم ډیر په کلکه ویل شوی وو چې په امنیتي پوستو دخپلو وظیفو ترسره کولو په مهال به د هیلمټ اؤ بلټ پروف جیکټ د استعمال تر څنګ په دغه مهال د موبایل د استعمال نه ډډه کولی شی.

خو دباړې د بلدیاتي نظام ټاکلی چئیرمین مفتي کفیل وایي چې هغه زیاتره وخت ګوري چې ځايي پولیس د خپلې ډیوټۍ په وخت په موبایل خبرې کوي.

د مفتي کفیل په وینا که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې په دغو پېښو کې څوک ککړ دي خو هغه ګڼي چې دغه قسمه پېښې د شخصي دښمنۍ نتیجه هم کیدی شي ځکه چې تر اوسه هیچا ددې ذمه واري نه ده قبوله کړې.

دا چې ددغو پېښو اصل لاعامل څه دی اؤ څوک یې ترشا دي ؟دا خو به د پولیس تحقیقاتو نه وروسته معلومیږي خو د شاه کس پولیس مرکز د ځینو چارواکو, چا چې خپل نومونه په ډاګه کولو نه ډډه کوله, په وینا په شپاړسمه جولایي هم دغسې یوه هدفي پېښه کې د وژل شوي یو پولیس عسکر د جنازې په مهال د پيښور دپولیسو مشر اعجاز خان په پولیس په حملو ناخوښي څرګنده کړه اؤ د خیبر پولیس چارواکو ته یي ویلي وو چې هغه اوس نور دغلته د وژل شوؤ پولیسو جنازو له اوږې ورکولو د پاره نه شي تللی اؤ دا چې باید د خیبر پولیس په دغو پېښو کې دککړو کسانو درک معلوم کړي اؤ د خپلو"شهید" ملګرو بدل دې واخلي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG