لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"یہ جو نامعلوم ہے" د ولسي پاڅونونو شعارونه په وړومبي ځل دپښتونخوا پولیسو په احتجاج کې پورته شوي


په پېښور کې د اوړمې ورځې په پولیسو د شوي خونړي برید نه وروسته دچهارشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا په سرښار پېښور اؤ نورو سیمو کې پولیس دپاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل داحتجاج‌ په توګه سړکونو ته راوتلي دي اؤ ددې پېښې دپلټنو اؤ دامن غوښتنه یې کړې ده
په پېښور کې د اوړمې ورځې په پولیسو د شوي خونړي برید نه وروسته دچهارشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا په سرښار پېښور اؤ نورو سیمو کې پولیس دپاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل داحتجاج‌ په توګه سړکونو ته راوتلي دي اؤ ددې پېښې دپلټنو اؤ دامن غوښتنه یې کړې ده

"یہ جو نامعلوم ہے ، یہ ہمیں معلوم ہے" مونږ پخپله خاوره امن غواړو" دا هغه نعرې یا شعارونه دي چې د ولس نه وروسته نن په وړومبي ځل پولیسو هم په پښتونخوا کې دبدامنۍ دپیل شوې لړۍ اؤ په پولیسو دبریدونو پرضد خپل احتجاج کې پورته کړې دي.

په پېښور کې د اوړمې ورځې په پولیسو د شوي خونړي برید نه وروسته دچهارشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا په سرښار پېښور اؤ نورو سیمو کې پولیس دپاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل داحتجاج‌ په توګه سړکونو ته راوتلي دي اؤ ددې پېښې دپلټنو اؤ دامن غوښتنه یې کړې ده.

د پیښور پریس کلب مخې ته د ایلیټ فورس پولیس ځوانانو احتجاجي مظاهرې کې دخپل تحفظ غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې ترهګر په عصري وسلو سمبال دي خو پولیسو سره هغه عصري وسلې نه شته چې دترهګرو مقابله پرې وکړي.

دغو احتجاج کوونکي چې زیاتره دپولیسو په دریشۍ اؤ نور بیا په عام لباس کې احتجاجونو ته راوتلي وؤ دپېښور ،مردان اؤ نورو سیمو دپریس کلبونو مخې ته یې دبدامنۍ پرضد شعارونه پورته کړي دي.

پېښور کې راجوړ شوي احتجاج کې ګډون کوونکو زیاترو پولیس عسکرو میډیا ته دخپلو نامو ښودلو نه ډډه کړې ده خو ویلي یې دي د پښتونخوا پولیسو سره انصافي روانه ده اؤ دترهګرو مخې ته په نیمګړي حالت کې پرېښودل شوي دي.

پولیسو احتجاجي مظاهرې وروسته له هغې کړي چې اوړمه ورځ دپېښور پولیس لاین په جومات کې دیو ځانمرګي برید په نتیجه کې 101کسان وژل شوي اؤ تر200زیات نور ژوبل شوي دي چې زیاتره پکې پولیس دي.

دهغوئ وینا وه چې نه خو دوي سره هاغه شان اسانتیاوې شته اؤ نه هاغه شان وسلې لري کومې چې ترهګرو سره دي.

داحتجاج کوونکو نه یو تن پولیس عسکر وي او ای ډیوه ته وویل ترهګرو دومره پرمخ تګ کړی دی چې هغوي سره تهرمل وسلې دي، کومې چې د شپې توره تیاره کې یو تن په نخښه کولی شي.

هغه وویل دپښتونخوا حکومت سره دومره پنګې نیشته چې خپل پولیس په تهرمل وسلو سمبال کړي.

وایي پولیسو سره د جدیدو وسلو کمی دی. هاغه وسیلې ورته حکومت نه دي ورکړې کومې چې د وخت او ددې حالاتو تقاضه ده. زیاتوي ددوي د کار حالات ډیر سخت دي.

په دې مهال د ایلیټ فورس یو پولیس عسکر ډیوه ته وویل" دا زمونږ ځوانان چې شهیدان کیږي. څوک هم د تپوس نیشته. هره ورځ زمونږ هلکان شهیدان کیږي څوک هم داسې نیشته چې احتجاج ته راوځي. د پښتونخوا ځوانان ولې شهیدان کیږي. بې ګناه شهیدان کیږي. زمونږ جنګ چا سره دی؟"

دپېښور اؤ مردان پریس کلبونو مخې ته دپولیس ځوانانو شعارونه یې ورکړي دي چې "نامعلوم کو معلوم کرو،یہ جو نامعلوم ہے ، یہ ہمیں معلوم ہے، مونږ پخپله خاوره امن غواړو"

په پاکستان کې زیاتره وخت په سیاسي جلسو کې د"نامعلومه" اصطلاح استخباراتي شبکو ته په غیر مستقیم ډول اشارې دپاره کارول کیږي. په دې وروستیو کې چې دبدامنۍ پرضد څومره ولسي پاڅونونه شوي دي نو هم دغسې شعارونه پکې ورکړل شوي دي.

د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې دملک استخباراتي یا امنیتي ادارې په ترهګرۍ کې لاس لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د پېښور په جمات ځانمرګى بريد چې د 100 نه زیات تنه پکې وژل شوي، د نهې يا سه شنبې په ورځ یې وويل چې د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.

نوموړي وويل دې پېښه کې ککړ مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي

دپېښور له برید نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د پولیسو په حواله داسې ګڼ ناتایده پوسټونه خواره شوي چې ګنې پولیس شک لري دپېښور پولیس لاین دننه شوې چاودنه ځانمرګي نه وه بلکې د بارودي موادو په انفجار شوې ده.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک هم تېره ورځ دچاودنې دځائ څخه دلیدنې په مهال میډیا سره خبرو کې ویلي وؤ هغه فکر نه کوي چې دا دومره تباهي په یوه خودکش حمله کې کیدای شي.

سیاسي او مدني فعالان دا برید غندي او وایي ددې نه وړاندې هم پښتونخوا کې داسې بریدونه شوي دي.

مدني فعال رحیم شاه ایډوکیټ وایي "دې نه دا پیغام راولاړیږي چې زمونږ د خیبر پښتونخوا د پولیسو دحوصلو کمزوري کولو کوشش دی. او مونږ ته دا پیغام راکوي چې دلته هر پښتون غیر محفوظ دی او په ریښتیا ترهګري دلته شروع شوه"

بل پلو ته د پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي د غفلت له امله دا پیښه رامنځ ته شوې او ددې به په لوړه کچه رڼې او بې پلوه پلټنې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG