لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو په راؤ انوار چاپه وهلې خو په لاس نه دی ورغلی


رپورټونه وايي راؤ انوار پاکستان ته په خفیه توگه د وتلو ناکام کوښښ هم کړی و
رپورټونه وايي راؤ انوار پاکستان ته په خفیه توگه د وتلو ناکام کوښښ هم کړی و

د اسلام اباد او کراچۍ د پولیسو یوې ګډې ډلې د سې شنبې په ورځ د اسلام اباد په اف ټین نومې سیمه کې د راؤ انوار د نیولو لپاره په یو کور چاپه وهلې خو دی په لاس نه دی ورغلی.

راؤ انوار په کراچۍ کې د پولیسو په یوې "جعلي" جګړه کې د ۲۸ کلن پښتون ځوان نقیب الله مسید په وژنه باندې تورن دی او د پاکستان سترې محکمې د هغه د نیول کېدو لپاره وروستۍ نېټه د سې شنبې یا نهې ورځ ټاکلې وه.

نقیب الله مسید د جنورۍ په ۱۳ نېټه له څلورو مشکوکو ترهګرو سره یوځای د کراچۍ په شاه لطیف نومي ښار کې د راؤ انوار د پولیسو لخوا په یوې جعلي جګړه کې وژل شوی و.

پاکستاني رسنیو د پولیسو د سرچینو له خولې راخیستې دي چې د اسلام اباد په اف ټین کې دغه کور چې پولیسو پرې چاپه وهلې د راؤ انوار نه وه او نه پکې د چاپې پرمهال څوک موجود وو.

انوار او د هغه د پولیسو ډله وروسته له هاغې وتښتېده او د چارواکو له سترګو پټه شوه کله چې د نقیب الله مسید کورني د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه او په دې اړه بیا د څېړنې یوه کمېټه جوړه شوه.

ددغې کمېټې مشري د ترهګرۍ پرضد څانګې د لوی څارنوال سنا الله عباسي لخوا کیږي.

دوي د پېښې په اړه خپل راپور د جمعې په ورځ سترې محکمې ته لیږلی په کوم کې چې ویل شوي، چې نقیب الله مسید د پولیسو په یوې جعلي جګړې کې وژل شوی.

همدارنګه د سیند ایالت د پولیسو لوی څارنوال د هېواد له استخباراتي ادارو څخه غوښتي دي چې د انور د نیولو په برخه کې دې له دوی سره تخنیکي او استخباراتي مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې انوار د جنورۍ په شلمه نېټه د پي آي اې هوايي شرکت له لارې اسلام اباد ته ددې لپاره تللی و چې له هغه ځایه بیا دوبۍ ته وتښتي خو په هوايي ډګر کې ورته اجازه نه ده ورکړل شوې.

په ورته وخت کې، پولیسو هغه کس هم نیولی چاچې د راؤ انوار د وژل کېدو پر سر پنځه میلیونه روپۍ انعام په فیسبوک باندې اعلان کړی و.

دده د نیول کېدو امر د ترهګرۍ ضد محکمې د قاضي سلیمان بیګ لخوا ورکړل شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG