لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر:دباړې امن لاریون په برخه والو مقدمې درج کړل شوي دي


 پولیس افسر ښاغلي طارق خان وي او ای ډیوه سره خبرو ددې مقدمې د درج کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې پولیس د امن دغوښتنې مخالف خو نه دي خو د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد چاته دکرکو خورولو اجازه نه شي ورکولی
پولیس افسر ښاغلي طارق خان وي او ای ډیوه سره خبرو ددې مقدمې د درج کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې پولیس د امن دغوښتنې مخالف خو نه دي خو د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد چاته دکرکو خورولو اجازه نه شي ورکولی

دسوات نه وروسته دخیبر ضلعې په باړه تحصیل کې هم دامن مارچ په برخه والو پولیسو مقدمې درج کړې دي اؤ تور یې لګولی چې په دغه امن مارچ کې د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد نعرې وهل شوې دي.

څېړونکي اؤ قانون پوهان وایي دطالبانو د بیا راپورته کېدو په ضد په راپورته کېدونکو خلکو دپولیسو مقدمې ښایي چې ددې ریاست واکداران اؤ ځواکونه امن نه بلکې بدامني غواړي .

دباړې پولیس وایي چې دوئ دامن دغوښتنې پرضد نه دي بلکې یوازې دهغه چا پرضد یې مقدمې درج کړې دي چې د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد یې دکرکې خورولو اؤ دخلکو راپارولو هڅه کړې ده.

دغه مقدمه چې دخېبردباړې په تاڼه کې دچهارشنبې په ورځ درج کړل شوې ده ،پکې دجماعت اسلامي باړې صدر خان ولي اپریدی،دعوامي نیشنل ګوند لنډیکوتل مشر شاه حسین شینواری،مقیب ،افتاب ،عمران اؤ محمد رحیم په نومونو یاد کړل شوي اؤ ددې ترڅنګ پکې تور لګول شوی چې د۱۵۰ نه نیولې تر ۲۰۰ؤ کسانو د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد نعرې وهلي اؤ د ریاستي ادارو پرضد یې دخلکو د راپارولو هڅه کړې ده.

روانه اوونۍدخېبر قبایلي ضلعې په باړه تحصیل کې په سوونو کسانو باړه کې دامن مارچ په نوم یو لاریون کړی ؤ چې پکې هغوئ دطالبانو دبیا راپورته کیدو دمخنیوي اؤ دامن دټینګښت غوښتنې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هغوئ پخپله خاوره جنګ نه امن غواړي، جهالت نه تعلیم اؤ روزګار غواړي.

په دغه امن مارچ کې ګڼ شمیر ماشومانو هم برخه اخستې وه اؤ دامن په پلوۍ یې شعارونه ورکړي وؤ.

خو دچهارشنبې په ورځ په باړه پولیس تاڼه کې دامن لاریون ددغه برخه والو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.

دغه مقدمه چې دباړې پولیس تاڼې دیو افسر ای ایس ایي طارق خان په مدعیت کې درج شوې ده ، پکې تور لګول شوی چې دمظاهرې برخه والو د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد دخلکو د راپارولو هڅه کړې ده.

نوموړي پولیس افسر ښاغلي طارق خان وي او ای ډیوه سره خبرو ددې مقدمې د درج کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې پولیس د امن دغوښتنې مخالف خو نه دي خو د ریاستي ادارو اؤ پوځ پرضد چاته دکرکو خورولو اجازه نه شي ورکولی.

هغه ویلي په مقدمه کې شپږ کسان نومول شوي دي خو ددې ترڅنګ د ۱۵۰نه نیولي تر۲۰۰کسان هغه دي چې نومونه یې معلوم نه دي اؤ هغوئ هم د ریاستي ادارو پرضد نعرې وهلې دي.

پولیس افسر طارق خان ډیوه ته وویل دمقدمې درج کیدو نه وروسته به اوس دې کې نامزد کسان نیول کیږي اؤ عدالت ته به وړاندې کړل کیږي ، دعدالت نه بیا هغوئ ځان بېګناه ثابتولی شي.

خو قانون پوهه اؤ څېړونکی طارق افغان بیا ډیوه ته وایي چې تر دې وړاندې په سوات کې هم دامن دغوښتنې لپاره احتجاج ته په راوتلو خلکو پولیسو د ترهګرۍ اؤ غدارۍ مقدمې درج کړې وې اؤ اوس یې باړه کې دا عمل تکرار کړو.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طارق افغان وویل په دې وطن کې دامن نوم اخستل ځان سره ظلم کول دي اؤ باړه کې چې چا لاریون کړی ؤ هغوئ دامن نوم اخستی ؤ.

طارق افغان وایي په باړه کې څو ورځې وړاندې پولیسو خلک تښتولي وؤ چې دهغې په ضد اؤ دطالبانو دبیا راپورته کیدو اؤ بدامنۍ پرضد خلک احتجاج ته راوتلي وؤ اؤ په دغه امن مارچ کې ماشومانو پلی کارډونه پورته کړي وؤ چې مونږ تعلیم ، غواړو، امن غواړو،کارخانې اؤ اسکولونه غواړو.

دطارق افغان په خبره "که دا دهشت ګردي وي یا ظلم زیاتی وي بیا خو سمه ده خو که خلکو دامن دپاره غږ پورته کړی وي اؤ بیا په هغوئ دغسې مقدمې درج کیږي نو دا ثابتوي چې ددې وطن اؤ ریاست واکداران اؤ فورسز امن نه غواړي ، دوئ بدامني غواړي ځکه چې په بدامنۍ کې د دوئ کاروبار روان وي."

دپاکستان په خفیه ادارو وخت په وخت د وسله والو ډلو دپټ ملاتړ تورونه لګول شوي خو پوځ دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستاني ځواکونو درنې قربانۍ ورکړې دي اؤ دخپل وطن اؤ خپلو خلکو دسر ومال تحفظ یې اولینه ذمه وارۍ ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG