لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د تیراه ولسي پاڅون په راجوړونکو د بغاوت مقدمې درج کړل شوې دي


د پولیسو په مقدمه کې نومول شوي د پښتون ژغورني غورځنګ ځایي مشر حسین احمد وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل د هغوي احتجاج اؤ ولسي پاڅون هم د دغو پولیسو لپاره و چا چې نن په هغوی د یاغیتوب مقدمه درج کړې ده
د پولیسو په مقدمه کې نومول شوي د پښتون ژغورني غورځنګ ځایي مشر حسین احمد وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل د هغوي احتجاج اؤ ولسي پاڅون هم د دغو پولیسو لپاره و چا چې نن په هغوی د یاغیتوب مقدمه درج کړې ده

د خېبر پښتونخوا پولیسو د قبایلي ضلعې خېبر په تېراه سیمه کې تېره اوونۍ د ترهګرۍ اؤ ناامنۍ پرضد د راجوړ کړل شوي ولسي پاڅون په مشرانو اؤ برخه والو د بغاوت مقدمې درجې کړې دې.

د پاڅون راجوړوونکي وایي دوی یوازې د امن لپاره غږ پورته کړی اؤ د هغو پولیسو پر وژنه یې سوله ییز احتجاج کړی چې باړه کې په یو ترهګریز برید کې وژل شوي وؤ خو "دا چې پولیس د امن لپاره پورته کیدونکی غږ جرم ګڼي، په داسې عملونو به ریاست د ولس باور نور هم له ځانه پورته کړي."

څېړونکي د امن پاڅون په جوړوونکو د غدارۍ مقدمې درج کول د حیرانۍ وړ بولي اؤ وایي دا اقدام ښایي چې د پاکستان ریاست نن هم د ترهګرو پلوي اؤ د امن غوښتونکو پرضد دی.

تېره اوونۍ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر ضلعې په تيراه مېدان کې د باړې سياسي اتحاد او ځايي خلکو وروسته له هغې د امن د پاره یو ولسي پاڅون کړی ؤ چې د باړې تحصیل په ودانۍ یو ځانمرګي برید کې ګڼ شمیر پولیسو اؤ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د تیراه دامن پاڅون برخه والو د پوځ، مرکزي او صوبايي حکومتونو نه په کلکه د امن په ځای کولو، هدفي وژنو او قلنګ د مخنيوي غوښتنې کړې وي.

خو اوس د خیبر پولیسو په تیراه تاڼه کې د دغه ولسي پاڅون راجوړونکو پرضد د بغاوت مقدمې درج کړې شوې دي.

د پولیسو لخوا په درج مقدمه کې د ولسي پاڅون څلور مشران نومول شوي چې په هغې کې دپي‌ ټي‌ ایم حسین احمد، د جماعت اسلامي خان ولي اؤ ملک نصیر کوکي خیل اؤ د پي‌ ټي آی عبدالغني شامل دي.

په دغو کسانو تورونه لګول شوي چې د ملک پرضد یې دخلکو د راپارولو هڅه کړې ده، د ملکي ادارو پرضد یې پاروونکې ویناګانې کړې دي اؤ د امنیتي ادارو پرضد یې شعارونه ورکړي دي.

د خېبرضلعې د پولیس مشر سلیم عباس کلاچي وي او ای ډیوه ته ویلي په تیراه کې د امن لاریون منتظيمینو خلاف مقدمې په هغوي په تقریرونو کې د ریاست او ریاستي ادارو خلاف د تقریرونو په سر درج شوي دي.

په سیمه کې د امن او امان په باره کې د یوې پوښتنې په جواب کې ډي پي او وویل چې د ترهګرۍ خلاف د پولیس څانګې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د وسله والو خلاف عملیات دومداره ساتلي دي.

پولیسو په دغه مقدمه کې اووه بیلابیلې دفعې شامل کړې دي.

د پولیسو په مقدمه کې نومول شوي د پښتون ژغورني غورځنګ ځایي مشر حسین احمد وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل د هغوي احتجاج اؤ ولسي پاڅون هم د دغو پولیسو لپاره و چا چې نن په هغوی د یاغیتوب مقدمه درج کړې ده.

ښاغلي حسین احمد وایي د تیراه په ولسي پاڅون کې د سیمې خلکو د خپلو هغو مسلمه انساني حقونو غوښتنه کړې وه چې په ټوله نړۍ کې ورته غاړه اېښودل شوې ده اؤ وایي دوی داسې هیڅ اقدام نه دی کړی چې هغه دې د بغاوت په زمره کې راشي.

حسین احمد وویل: "زمونږ په ولسي پاڅون کې خو حتی یوه ګمله هم نه ده ماته شوې ، مونږ دامن لپاره غږ پورته کړی، دخپلو هغو پولیسو اؤ پوځيانو لپاره هم میدان ته راوتلي یو چې په ترهګریزو بریدونو کې وژل کیږي خو دا چې اوس هم دغه پولیس زمونږ خلاف مقدمې درج کوي ، دسوچ خبره ده".

ښاغلي حسین احمد وایي پولیسو دا مقدمه پخپله نه بلکې د خفیه طاقتونو په وینا درج کړې ده "څوک چې دې وطن کې دامن لپاره غږ پورته کول تر ټولو ستر جرم ګڼي اؤ‌ ترهګر یې ازاد پرېښي دي."

خو هغه زیاته کړه چې داسې مقدمې اؤ تکلیفونه هغوي د امن لپاره له غږ پورته کولو نه شي منعې کولی.

وي او ای ډیوه وغوښتل چې په دې اړه د خېبر ضلعې د پولیسو د مشر سلیم کلاچي نظر هم معلوم کړي چې ولې یې دغه مقدمې درج کړي خو د هغه موبایل ته د زنګ ورتللو با وجود نه خو هغه په فون ځواب وویلو اؤ نه یې د واټسپ له لارې ورلیږل شوي غږییز پیغام ته جواب ورکړو.

د سیاسي چارو څېړونکی اؤ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر ډاکټر سیدعالم مسید وایي، د تیراه د ولسي پاڅون په راجوړونکو مقدمې درج کول ښایي چې د پاکستان ریاست نن هم د ترهګرو پلوي اؤ دامن غوښتونکو پرضد دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر سیدعالم وویل اوس چې په دې موجوده وخت کې کوم ترهګر په فعالیتونو بوخت دي، دوی دلته راوستل شوي دي اؤ نن هم ورته پټه یا ښکاره سرکاري سرپرستي حاصله ده.

د عوامي نیشنل ګوند د کلتوري برخې صوبایي مشر اؤ څېړونکی ښاغلي خادم حسین هم وایي چې د ترهګرو د ملاتړ په حواله ریاستي پالیسۍ لا هم هغسې د پوښتنو لاندې دي اؤ ولس ځواب غواړي چې ریاست د ترهګرو سره ولاړ دی که د ریاست سره؟

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خادم حسین زیاته کړه عوامي نیشنل ګوند د ترهګرو د سهولت کارانو پرضد د عدالت دروازه هم وټکوله خو ترهګر چې چا دلته راوستي اؤ چا ورسره د ترهګرو په راوستلو کې مرسته کړې د هغوي هیڅ محاسبه ونه شوه.

ډاکټر سید عالم مسید وایي " امن غوښتونکي نن هم په مصیبت کې دي، سزاګانې ورته ورکول کیږي، دتیراه ولس دامن لپاره راپورته شوی و په هغوي نن مقدمې درج دي اؤ ترهګر ازاد ګرځي"

د ډاکټر مسید په خبره ، په وزیرستان کې عید رحمان وزیر،جلال وزیر، ذکي وزیر اؤ ګیلامن وزیر ګرفتار دي خو بیا هم دغلته ترهګر پرانستې ټنۍ ګرځي اؤ دا ښایي چې دترهګرو پاللو پالیسي نن هم ریاست پر وړاندې وړي.

څېړونکی خادم حسین وایي دا ډیره عجیبه ده چې په تیراه کې ولس دترهګرۍ پرضد اؤ دامن لپاره راپورته شوی ؤ خو ریاست پځای ددې چې ددغو خلکو ډاډګیرنه کړې وای،افرین یې ورته ویلي وای،برعکس یې په هغوي مقدمې درج کړې .

هغه وویل دترهګرو په بریدونو کې روزانه هم دا پولیس اؤ پوځیان وژل کیږي خو څوک چې هم ددغو ترهګرو پرضد خبره کوي نو ریاست یې نه زغمي اؤ د ریاست دا عمل پوښتنه راولاړوي چې ایا ریاست دترهګرو پالونکی دی که د ولس ؟

خېبر ضلعه او په ځانګړي ډول تيراه سيمه د کال 2009م راهسې د ناامنۍ سره مخ پاتې شوې وسله واله فعاليتونه پکې وو، بيا دغلته د [درغلم، بیا درغلم او خېبر ون او خېبر ټو] په نوم پوځي عمليات شوي وؤ حکومت او پوځ دعوې کړې وې چې دا سیمه یې د وسله والو څخه پاکه کړې ده.

په سيمه کې د پوځي عملياتو له امله د زرګونو په شمېره کې کورنۍ کډه شوې چارواکي وايي زياتره کډوال بيرته ستانه شوي خو د افغانستان سره په پوله پرتو راجګال او خواوشا سیمو ځينې کډوال تراوسه نه دي ستانه شوي.

د خېبر په بېلابيلو سیمو کې د لشکر اسلام، انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان سره امر باالمعروف او توحيدالاسلام وسله واله ډلې فعاله پاتې شوي دي.


خېبرپښتونخوا کې د تېر کال راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره د سوات څخه ولسي پاڅونونه هغه وخت پېل شول چې هلته وسله وال ښکاره شوي اؤ د ناامنۍ پېښې شوې وې.

په سوات کې هم تر دې مخکې د ولسي پاڅون د ګډونوالو اؤ مشرانو پرضد پولیسو د بغاوت مقدمې درج کړې وې.

د پاڅونونو لړۍ بيا د سوات نه تر دير، بونېر او پښتونخوا نورو سيمو پله غځول شوې وه. خو د پاڅونونو ترڅنګ په صوبه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې هم دوامداره پاتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG