لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: د پېښور په امام بارګاه د داعش د ځانمرګي حمله کونکي سهولت کار وژل شوی


د خېبرپښتونخوا پولیس ویلي د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د داعش د حملې وروسته په خېبر ضلع کې د عملیاتو په مهال په امام بارګاه د حملې کونکي د یو سهولت کار په شمول درې وسله وال وژل شوي دي.

د تېري جمعې په ورځ په امام بارګاه د ځانمرګي بريد زمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده. په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر 64 ته رسېدلی دی.

د حملې نه یوه ورځ وروسته پوليس وویل د حملې څه سهولت کار يې نيولي دي او د نورو د نيولو د پاره عمليات دوام لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوليس وویل چي په خېبر ضلع کې د عملياتو په مهال درې وسله وال چې يو پکې په امام بارګاه کې د ځانمرګي بريد کونکي سهولت کار و وژل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان د پېښې وروسته په صوبه کې د عبادت ځايونو د امنيت سختولو امر کړی و.

د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د داعش په ځانمرګي بريد کې ژوبل يو ۲۷ کلن تن ژوند د لاسه وکړی او د سي ايم ايچ او لېډي ريډنګ روغتون چارواکي وايي په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره 64 ته رسېدلې ده.

پوليس وايي د ځانمرګي بريد کونکي سهولت کار په ګډون يې درې ترهګر په خېبر ضلع کې د عملياتو په وخت وژلي دي.

د امام بارګاه منتظمين وايي د جمعې مونځ د پاره يې جماعت کې ټولې تيارۍ نيولي دي او هم په جماعت کې به د جمعې مونځ کولی شي۔

د سي ايم ايچ چارواکو وويلي د تېرې جمعې په ورځ د پېښور امام بارګاه کي شوي ځانمرګي بريد کې ژوبل شوی محمد اصف تيره ورځ ژوند د لاسه ورکړي، د چاودنې درې زخميان په حيات اباد مېډيکل کمپلېکس کې اوس هم د علاج د لاندې دي.

د هسپتال انتظاميي وي او ای ډيوه ته وويل د دري واړو روغتيايي حالت په ښه کېدو دی.،

د خېبر ميډيکل کمپلېکس وياند ډيوه ته وويل هسپتال ته يي شپږ زخميان راوړل شوي چې د علاج وروسته کورونو ته ليږل شوي دي.

د ليډي رېډنک روغتون وياند محمد عاصم وويل دوي سره د چاودنې دولس زخميان داخل دي، ټول ۵۵ تنان مړه راوړل شوي وو، اتو په هسپتال کې ژوند د لاسه ورکړی او پاتې تنانو کې يو په ای سي يو کې داخل دی او د نورو حالت د خطرې نه بهر دی.

د پېښور امام بارګاه منتظمين وای سبا د جمعي د لمانځه دپاره یې تيارۍ مکمل کړي ۔ يو منتظم عماد نقوي وي او ای ډيوه ته وويل حوصلې یې اوچتې دي او په امام بارګاه کې به د معمول په څېر د جمعې مونځ ادا کولی شي.


د بريد وروسته د وژل شويو تنانو خپلوانو او د شيعه مسلک مشرانو غوښتنې شوي چي دوي ته دې تحفظ ورکړل شي او بريد کې ککړ تنان دې ونيول شي.

شيعه عالمانو د اتوار، یکشنبې، په ورځ پېښور کې احتجاجي مظاهره هم وکړه او د کوهاټي امام بارګاه نه يي تر کوچه رسالدار امام بارګاه پوري احتجاجي لاريون وکړو او د تحفظ غوښتنه او د وژل شويو تنانو کورنیو ته د معاوضې غوښتنه یې وکړه.


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG